د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو د تطبیق په برخه کې تر ټولو زیات مسؤولیت مېندې او پلرونو لري - روغتیاپالان


په کابل کې د کتلوي معافیت پخوانی مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب وايي، پلرونه باید د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې بې پروايي ونه کړي. عکس - ارشیف
په کابل کې د کتلوي معافیت پخوانی مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب وايي، پلرونه باید د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې بې پروايي ونه کړي. عکس - ارشیف

یو شمېر روغتیاپالان وايي، مېندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې ډېر مسؤولیت لري او باید د کمپاینونو پر مهال له خپلو ماشومانو څارنه وکړي.

دوی وايي، مېندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د څارنې او پالنې بشپړ مسؤولیت لري او باید په دوامداره توګه خپل ماشومان وڅاري چې واکسین شي او که نه.

په کابل کې د کتلوي معافیت پخوانی مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب وايي، پلرونه باید د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې بې پروايي ونه کړي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: " پلرونه د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې پوره مسؤولیت لري او دوی باید په تاکلي وخت د خپلو ماشومان واکسینول له پامه ونه غورځوي. هر وخت چې د پولیو کمپاینونه تر سره کیږي، نو دوی باید د خپل د کور میرمنې په دی خبرې کې چې ماشومان د واکسین ټیمونو ته ورولي."

د نوموړي په وینا، اوس هم په ځینې ولایتونو کې واکسیناتوران یا رضاکاران کور په کور ماشومان نه واکسینوي او جوماتونو او یا کلیو ته ورځي چې ډیری میندې ترې ناخبره پاتې کیږي.

ښاغلي ایوب زیاته کړه: "بله ستونزه دا هم ده چې میرمنې ښایي د کورنۍ لخوا اجازه ونلري چې جوماتونو ته ماشومان ورولي تر څو واکسین شي، نو که پلرونه خپل ماشومان د واکسین ټیمونو ته بوځي نو ډیر ماشومان به په کمپاین کې واکسین شي، او لرې به نه وي چې د دوی په هلو ځلو سره به یو ورځ افغانستان هم د پولیو ویروس د شتون څخه خلاص شي."

له بلې خوا په کابل کې د دغو کورنیو پلرونه د نورو هغو کسانو لپاره چې تر اوسه یې د خپلو ماشومانو په وړاندې خپل مسؤولیت نه دی ادا کړی، د واکسین پر تطبیق ټینګار کوي.

د کابل یوه اوسېدونکي، ولي محمد امریکا غږ ته وویل، دوی د خپلو ماشومانو د واکسین کولو مسؤولیت په ښه توګه ترسره کړی او د کمپاینونو په ټولو پړاوونو کې یې ماشومان واکسین کړي دي.

نوموړي وویل: "الحمدالله، زه په دې برخه کې ډیر متوجه یم، خپلو بچیانو ته مې بار بار واکسینونه کړي او د کورنۍ له نورو غړو مې هم غوښتي چې کله د واکسین د برخې کارکونکي کورته راځي، نو باید ماشومان ورته راویستل شي، حتی که ویده هم وي، دوی باید ویښ شي او واکسین ورته تطبیق شي."

هغه زیاته کړه:" زما ماشومان واکسین شوي او تر اوسه په کومه ناروغي نه دي اخته شوي او انشالله راتلونکې کې به هم دغې برخې ته ډیره پاملرنه کوو."

د کابل یو بل اوسیدونکی سید ناصر بیا وايي: "دا د پلار مسؤولیت دی چې خپل ماشوم واکسین کړي او همدارنګه د نورو واکسینونو ترڅنګ یې نظارت وکړي، که هغه د پولیو، شری او تیتانوس واکسین وي. که چیرته یو ماشوم له واکسین پاتې شي، دوی باید هغه کلینیک یا ورته ټیمونو چې په سیمې کې په کمپاین بوخت دي، یوسي. د کمپاین ټیمونه تر پنځو ورځو پورې سیمه کې کار کوي."

د هغه په وينا، که يو ماشوم له کمپاينه پاتې شي، نو د کورنۍ غړي باید هرومرو دوی کلينيک ته بوځي، ماشوم بايد په هېڅ صورت له واکسينه بې برخې نه شي او مېندې او پلرونه بايد تل هڅه وکړي، چې خپل ماشومان واکسين کړي.

سږ کال د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې د پولیو پر ضد مبارزه په بریالیتوب روانه ده او تر اوسه کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG