د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پستې باغونه ډېر شوي


په کندهار کې د پستې باغونه ډېر شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

په کندهار کې چې پخوا په زیاته کچه کوکنار کرل کېدل، اوس په کې د نورو بدیلونو تر څنګ د پستې باغونه هم زیات شوي دي.


په کندهار کې چې پخوا په زیاته کچه کوکنار کرل کېدل، اوس په کې د نورو بدیلونو تر څنګ د پستې باغونه هم زیات شوي دي.

هغه کروندګر چې اوس یې د پستې باغونه جوړ کړي وايي، دغه باغونه ځکه په کندهار کې ښې پایلې ورکوي چې لږو اوبو ته اړتیا لري او ګټه یې هم تر نشه يي توکو زیاته ده.

د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د پستې تازه کرل شوي نیالګي چې وروسته د پستې د باغونو د لپاره کار ورڅخه اخیستل کیږي.

د پستې د باغونو جوړېدو ته تر ډېره په هغو سیمو کې لیوالتیا شته چي د اوبو منابع يې لږ دي.

د پستې د نیالخانې یا نرسری پالونکی عصمت الله وايي چي د پستې له حاصلاتو سره ځمکه وال بلد شوي او اوس هڅه کوي چي په خپلو ځمکو کې يې باغونه جوړ کړي.

هغه وايي " د پستې ښه والی دا دی چې کمې اوبه غواړي، اوس په کندهار کې ډېر خلک ورسره بلد شوي دي او غواړي چې په خپلو ځمکو کې د پستې باغونه جوړ کړي".

د کندهار ولایت د میوند ولسوالي هغه سیمه ده چې د تریاکو پراخ کښتونه په کې کېدل خو اوس يې ځمکه والو د پستو باغونو ته مخه کړې.

په کندهار کې ځمکه وال او باغ لرونکي څو کاله وړاندې د پستې له کرلو سره اشنا شول، خو په لږ وخت کې د پستو باغونه د دې ولایت تر ډېرو سیمو ورسېدل.



XS
SM
MD
LG