د لاس رسي وړ اتصالات

کیف: د پوځي خدمت جوګه نارینه اوکراینیانو ته پاسپورټونه نه ورکول کیږي


دغه نوی قانون پداسې حال کې تصویبږي‌ چې سلګونو زره اوکرایني نارینه چې د پوځي خدمت جوګه دي له اوکراین څخه بهر ژوند کوي او کیف د روسیې پوځ په وړاندې په جګړه کې د پوځي پرسونل له کمښت سره مخامخ دی.‌
دغه نوی قانون پداسې حال کې تصویبږي‌ چې سلګونو زره اوکرایني نارینه چې د پوځي خدمت جوګه دي له اوکراین څخه بهر ژوند کوي او کیف د روسیې پوځ په وړاندې په جګړه کې د پوځي پرسونل له کمښت سره مخامخ دی.‌

د اوکراین حکومت د پوځي پرسونل د کمښت موضوع ته د حل لارې موندلو په موخه د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۲۴(غوايي پنځمه) یو لړ داسې قوانین تصویب کړل چې له مخې یې د پوځي خدمت جوګه هغه اوکرایني نارینه چې په بهر کې ژوند کوي په موقتي توګه نشي کولای ددغه هېواد پاسپورټ ترلاسه کړي.

دغه نوی قانون په داسې حال کې تصویب شو، چې تیره ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا د روان کال، د مې میاشتې تر ۱۸مې نیټې پورې، له ۱۸ تر ۶۰ کلنو نارینه وو ته د قونسلګرۍ خدمات وځنډول اوهمدارنګه په بهر کې مېشتو اوکراینیانو باندې یې د روسیې پر وړاندې په روانه جګړه کې د نه ګډون له امله نیوکې وکړې.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وویل: "هغه کسان چې اوکراین ته د راستنیدو لپاره د ځانګړي سند (اجازه لیک) غوښتونکي دي، کولای شي ددغه هېواد د سفارتونو او قونسلګریو څخه مرسته ترلاسه کړي."

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي،‌ چې په سفارتونو او قونسلګریو کې به خدمات، د روان مې میاشتې له ۱۸مې نېټې څخه بیرته پیل شي او همداراز د اپریل له ۲۳مې نېټې څخه وروسته ترلاسه شوې غوښتنلیکونو ته به رسیدګي وشي.

دغه نوی قانونو پداسې حال کې تصویبږي‌ چې سلګونو زره اوکرایني نارینه چې د پوځي خدمت جوګه دي له اوکراین څخه بهر ژوند کوي او کیف د روسیې پوځ په وړاندې په جګړه کې د پوځي پرسونل له کمښت سره مخامخ دی.‌

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې خصوصي شرکتونه نور نشي کولای چې د پاسپورټونوغوښتنلیکونو ته رسیدګي وکړي او دغه کار به یوازې دولتي ادارو له لارې ترسره کیږي.

همدارنګه د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه هېواد معلولین پر قونسلي خدماتو د وضع شوي محدودیتونو څخه مستثنا دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر قونسلي خدماتو د ځنډولو په اړه وویل، دا سمه نه ده چې د عسکري او مکلفیت پر دورې برابر نارینه په بهر کې ژوند وکړي، خو حکومتي خدمات ترلاسه کړي.

هغه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یو پیغام کې لیکلي: "په بهر کې پاتې کیدل د هېواد پر وړاندې د مکلفیت څخه د ځان خلاصولو په مانا نه دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG