د لاس رسي وړ اتصالات

قطر له نړیوالې ټولنې په رفح کې د 'نسل وژنې' د مخنیوي غوښتنه وکړه


رفح کې د مۍ په اتمه د اسرائیل له یو هوايي برید وروسته وضعیت.
رفح کې د مۍ په اتمه د اسرائیل له یو هوايي برید وروسته وضعیت.

قطر د چهارشنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۹) له نړیوالې ټولنې څخه د غزې په رفح ښار کې د "نسل وژنې" د مخنیوي غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې اسرائیلي ځواکونو د مصر ترڅنګ پروت ددغه ښار سرحدي برخې ونیولې او د پراخ برید ګواښ یې وکړ.

قطر چې د اسرائیل او حماس وسله والې ډلې ترمنځ منځګړیتوب کوي، په یو بیان کې د داسې "بیړني نړیوال اقدام" غوښتنه وکړه چې "پر [رفح] ښار د برید او د نسل وژنې د جرم مخه ونیسي."

د رفح د ځینو برخو د تخلیې له امر یوه ورځ وروسته د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ د غزې او مصر تر منځ د رفح د پولې کنټرول ترلاسه کړ او په سیمه کې یې دوامدار هوايي بریدونه پیل کړل.

اسرائیل د څو اونیو راهیسې خبرداری ورکړی و چې د نړیوالو اعتراضونو سره سره به په رفح کې ځمکني عملیات پیل کړي.

د غزې په دغه جنوبي ښار باندې د بریدونو هم مهاله مذاکره کوونکي او منځګړي د یو موقتي اوربند او د حماس له ولکې څخه د یرغمل کسانو د ازادولو په سره د خبرو دپاره د مصر په پایتخت قاهره کې راټول شوي دي.

قطر چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر کوربه دی، د مصر او متحده ایالاتو تر څنګ په میاشتو میاشتو د پردې تر شا د اسرائیل او حماس ترمنځ منځګړیتوب کوي.

متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او نورو هم خبرداری ورکړی چې د رفح پر ګڼ میشتي ښار باندې برید ممکن یو بشري ناورین رامنځته کړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل د سه شنبې وویل چې "په غزه کې هیڅ خوندي سیمې نشته." هغه خبریالانو ته وویل: "زه ویره لرم چې دا به یو ځل بیا د ملکي تلفاتو د ډیریدو لامل شي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د "نړیوالې ټولنې پراخې غوښتنې" ته اشاره وکړه. ویاند وویل چې چین له اسرائیل غوښتي چې په غزه کې بریدونه ودروي او پرځای یې "هر هغه څه وکړي چې په غزه کې د یو ډیر جدي بشري ناورین مخه ونیسي."

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې په رفح کې د اسرائیل اقدام د حماس له خوا د یرغمل شویو د خوشې کولو او د دغې ډلې د ماتولو په ګډون د اسرائیل اصلي موخو ته د رسیدو لپاره دی.

په رفح کې وروستي اقدامات د حماس له دې اعلان وروسته شوي چې ویلي یې دي دې ډلې د مصر او قطر د مذاکره کونکو د اوربند وړاندیز منلی دی.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د دوشنبې په ورځ وویل چې د اوربند وړاندیز "د اسرائیل له غوښتنو څخه لرې دی" خو زیاته یې کړه چې اسرائیل به قاهرې ته مذاکره کوونکي واستوي ترڅو خبرو ته دوام ورکړي.

د اوربند خبرې اترې د رفح په لور د اسرائیلو د تګ په پلانونو اغیزه نه کوي. نتنیاهو تیره اوونۍ وویل چې د رفح عملیات به د اوربند د کیدو او یا نه کیدو په صورت کې ترسره شي.

متحدو ایالتونو د دوشنبې په ورځ له ټولو خواوو وغوښتل چې په غزه کې د حماس له خوا د برمته شویو کسانو د خلاصون او موقتي اوربند په سر موافقه وکړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ له نتنیاهو سره په تلیفوني خبرو یو ځل بیا د متحده ایالاتو هغه دریځ تکرار کړ چې د رفح عملیاتو کې باید د فلسطیني ملکي وګړو د خونديتوب پلان شامل وي. د سپینې ماڼۍ په یو بیان کې ویل شوي چې نتنیاهو موافقه کړې چې "د کریم شالوم لار اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره خلاصه کړي."

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د حماس په خلاف د اسرائیل د پوځ د جګړې په ترڅ کې د غزې د تړانګې له نورو برخو څخه شاوخوا ۱.۲ میلیونه کسانو په رفح کې پناه اخیستې ده.

په غزه کې جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه، چې د اسرائیل د رسمي شمیرو له مخې، ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک پکې ووژل شول.

د حماس د روغتیا د وزارت په وینا، په غزه کې د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه ۳۴۷۸۹ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG