د لاس رسي وړ اتصالات

محقق: نه غواړو چې افغانستان د نیابتي جګړې ډګر شي


محمد محقیق د افغانستان د اجرایي رئیس دوهم مرستیال
محمد محقیق د افغانستان د اجرایي رئیس دوهم مرستیال

د ملي یووالي د حکومت د اجرائي رئيس دوهم مرستیال محمد محقق وايي، ژر به ولسمشر محمد اشرف غني هند او ایران ته سفر وکړي، او دغو هیوادونو ته به دا ډاډ ورکړي، چې افغانستان د هیڅ لوري نه د نیابتي جګړې ډګر نه ګرځي.

د اجرائي رئيس دغه مرستیال نن په کابل کې په یو کنفرانس چې د اسلامي نهضت له خوا جوړ شوی و، وویل چې له پاکستان او ایران سره غواړي ښې اړېکې ولري خو دا پدې معنی نده چې له هند او غربي هیوادونو سره خپلې اړیکې خرابې کړي.

محمد محقق وویل‪"په ټوله نړۍ باید غږ وکړو، چې له افغانستان سره مرسته وکړي، خو افغانستان دې د نورو هیوادونو په خلاف نه کاروي.‪"

محمد محقق په افغانستان کې د داعش په تړاو وویل، چې داعش هڅه کوي ترڅو له دوو لارو منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي، د افغانستان له ختیځ د دانګام، کنړ، نورستان له لارې تاجکستان او منځنۍ اسیا ته او دا ډول د برامچې، هلمند، کجکي او خاک سفید له لارې د ترکمنستان له پولو منځنی آسیا تهدید کړي.

د افغانستان د حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي په سوریه او عراق کې اسلامي دولت داعش د اسرائيلو د لاس اله ډله وګڼله وې ویل چې ددغې ډلې ترشاه د اسرائیلو لاس دی.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د ملي یووالي له حکومت سره یوځای شي.

په دې کنفرانس کې وینا والو پدې ټینګار کاوه چې اسلامي نړۍ د افراطیت له سختو ګواښونو سره مخ ده او ددغه افراطیت د خورولو لپاره داسې افراطي ډلې جوړې شوي، چې د اسلام دین بدناموي.

د افغانستان د اسلامي نهضت مشر مولوي محمد مختار مفلح وویل تروریزم دین نه لري او موجودې افراطي ډلې د اسلام استازیتوب نه شي کولی.

د پارلمان غړي مولوي شهزاده شاهد بیا وویل داعش هغه ډله ده، چې د اسلام د بدنامولو لپاره جوړه شوې ده.

پدغه کنفرانس کې برخوالو د نړۍ قدرتونه هم په اسلامي نړۍ کې د افراطیت په خورولو ګرم ګڼل.

XS
SM
MD
LG