د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې مسلمانان د یهودانو وران قبرونه رغوي


څو ورځې وړاندې نامعلومو کسانو د یهودانو یو شمیر قبرونه وران کړل.
څو ورځې وړاندې نامعلومو کسانو د یهودانو یو شمیر قبرونه وران کړل.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې میشت یو شمیر مسلمانانو د پېسو راټولولو یو کمپاین په لاره اچولی او غواړې لدې لارې د یهودانو وران شوي قبرونه ورغوي.

څو ورځې وړاندې نامعلومو کسانو د میزوري ایالت په سن لویست ښار کې یهودانو پورې اړوندې یوې هدیرې کې ګڼ قبرونه وران کړل.

په "چېست شل میت" هدیرې کې شاوخوا ۲۰۰ قبرونه زیانمن شوي دي. تراوسه ددغې پېښې لامل روښانه نه دی.

د افترا ضد یوې ټولنې خبر ورکړی چې د یهودانو پر لږترلږه لسو مرکزونو باندې د بریدونو ګواښ شوی دی.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس، دوڼالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ [فبرورۍ ۲۱] د افریقایي الاصله امریکایانو د تاریخ له ملي موزیم څخه د لیدنې پر مهال د قبرونو ورانول وغندل.

جمهور رئیس ټرمپ وویل چې "له تعصب، نه زغم، او توکمیزې کرکې سره په هره بڼه چې وي، باید مبارزه وشي."

د مسلمانانو لخوا د یهودانو د قبرونو د جوړولو لپاره تردې دمه ۵۵ زره ډالر راټول شوي دي او ښايې دغه شمیر په راتلونکو ورځو کې زیات شي.

XS
SM
MD
LG