د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د ازبیکستان د پوځ د سرتیرو روزنه پیل کړې


د ازبیکستان د پوځ سرتیري (عکس: ارشیف)
د ازبیکستان د پوځ سرتیري (عکس: ارشیف)

د ازبیکستان د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) پوځي کارپوهانو په روانه اونۍ کې ددغه هېواد د پوځ د تازه ګمارل شویو سرتیرو روزنه پیل کړې ده.

ازبیکستان چې د پخواني شوروي اتحاد غړی دی، له مسکو سره نږدې اړیکې لري او په وروستیو کلونو کې یې د طالبانو له حکومت سره د اقتصادي همکاریو د زیاتولو په اړه څو ځلې خبرې اترې کړي دي.

د ازبیکستان د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۸) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ناټو پرسونل د ازبیکستان د ځانګړیو سرتیرو له روزنیز مرکز څخه د لیدنې په ترڅ کې د "د یو شمیر موضوعاتو په اړه روزنیز صنف" جوړ کړ چې د اپریل تر ۲۰مې به دوام وکړي.

ناټو په منظمه توګه، د ازبیکستان په څېر هېوادونو کې چې د ناټو غړیتوب نلري او له روسیې سره نږدې اړیکې لری، روزنیز پروګرامونه ترسره کوي.

ازبیکستان ته په وروستیو کلونو کې د چین، ترکیې، روسیې او لویدیځ هېوادونو پام په داسې حال کې اوښتی چې ازبک چارواکي هڅه کوي د لسیزو انزوا وروسته خپل هېواد د نړیوالو اړیکو دپاره پرانیزي.

پر اوکراین باندې د یرغل راهیسې، په منځنۍ اسیا کې، چې په تاریخي لحاظ د روسیې د نفوذ ساحه بلل کیږي، د مسکو اغېز له ننګونو سره مخامخ شوی دی.

د ۳۵ میلیون نفوس لرونکی ازبیکستان په منځنۍ اسیا کې د ستراتیژیک موقعیت ترڅنګ د طبیعي زیرمو له پلوه بډای بلل کیږي چې د افغانستان برسېره د د پخواني شوروي له څلورو جمهوریتونو سره ګډه پوله لري.

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د طالبانو سره په دوامدار ډول مذاکرت کوي، او په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې یې څو ځله د طالبانو د حکومت چارواکي د خبرو اترو دپاره تاشکند ته بللي دي.

مسکو په دغه هېواد کې د لوېديځ د ښکېلتيا پر زیاتېدو نيوکه کړې ده.

روسیې تېر کال ازبیکستان ته د یو لوړ پوړي امریکايي پوځي چارواکي سفر وغنده او افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د امریکايي پوځیانو د تللو پر ضد یې خبرداری ورکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG