د لاس رسي وړ اتصالات

نوی زیلانډ: د افغانستان نه عسکر د ټاکلې مودې مخکې باسو


د نوي زیلاند صدراعظم جان کې نن اعلان وکړ چې دغه ملک به د افغانستان نه خپل عسکر، د ټاکلي وخت نه مخکې، په دوه زره او دیارلسم کال کې وباسي.
ده وویل، دغه اقدام د نوي زیلاند د هغو پنځو عسکرو د مړینې له کبلې نه کیږي چې په دې میاشتې کې وژل شویدي. په دې پنځو کسو کې درې تنه د یکشبې په ورځ د سړک د غاړې په بم وژل شویدي.

د اگست په میاشتې کې د نوي زیلاند د وړې عسکري قطعې د پوځیانو دغه وژنې په تیرو نهو کلونو کې د ټولو تلفاتو سمه نیمایي تشکیلوي. د نوي زیلاند پوځیان د بامیانو په ولایت کې دیره دي چې د نورو ولایتونو نه نسبتاْ امن ځای دی خو په دې وروستیو کې په کې د تشدد پیښې شویدي.

ښاغلي کی وویل، ډیر احتمال لري چې د یو سلو پنځه څلوویښت عسکرو پاتې کسان به د ٢٠١٣ کال تر اپریل پوري د افغانستان نه وایستل شي. ده وویل د تقسیم اوقات نه مخکي د قواوو په وختي ایستلو بحثونه د دې پنځو عسکرو د وژل کیدو نه مخکي پیل شوي و. د نوي زیلاند خارجه وزیر د مې په میاشتې کې اعلان کړی و چې د ٢٠١٣ کال په پای کې به یې عسکر د افغانستان نه ووځي. ښاغلي کې وویل، غواړي هر څومره زر چې د تقسیم اوقات مطابق امکان ولري، دغه عسکر بیرته ملک ته راولي.
XS
SM
MD
LG