د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د مذاکراتو له لارې د یو فلسطیني‌ دولت د ایجاد ملاتړي یو


محمود عباس او اټوني بلینکن
محمود عباس او اټوني بلینکن

متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ اپریل درېیمه (وري ۱۵مه) په ملګرو ملتونو کې فلسطین ته د بشپړ غړیتوب د غوښتنې مخالفت وکړ، خو ویې ویل چې واشنګټن له اسرائیل سره د خبرو له لارې د یو فلسطیني دولت د ایجاد ننګه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر خبریالانو ته وویل: "موږ د یو مستقل فلسطیني دولت د جوړیدو ملاتړ کوو."

هغه وویل چې دا کار باید د دواړو خواو ترمنځ د مخامخو مذاکراتو له لارې وشي او "دا هغه څه دي چې موږ یې تعقیبوو" مګر په ملګرو ملتونو کې یې نه.

میلر ونه ویل که په ملګرو ملتونو کې د فلسطین لپاره د بشپړ غړیتوب غوښتنه رایه اچوونې ته وړاندې شي، واشنګټن به یې رد او ویتو کړي که نه.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌بلینکن د یو فلسطیني‌ دولت د جوړیدو د کاري چوکاټ د یوې برخې په توګه اسرائیل ته د "امنیتي ضمانتونو" د ترلاسه کولو په هلو ځلو بوخت دی.

د ولسمشر بایډن حکومت په وار وار د یو مستقل فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره خپل ملاتړ څرګند کړی دی، داسې دولت چې په تشکیلاتو کې به یې اصلاحات راځي او په غزې او د اردن سیند په لویدیځه غاړه به کنترول ولري.

خو د اسرائيل صدراعظم د دغه وړاندیز کلک مخالف دی او د هغه د ښي اړخ حکومت غړي د هغو فلسطيني مقاماتو په ضد دي چې د اردن په لویدیځې غاړې باندې محدود کنترول غواړي.

د کانګرس د پخواني قانون په اساس، متحده ایالتونه باید د ملګرو ملتونو په هغو ادارو باندې مرستې بندې کړي چې په ملګرو ملتونو کې د یو مستقل فلسطیني دولت د غړیتوب ننګه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ماموریت مرستیال رابرټ ووډ وویل، که دا سازمان فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني، د ملګرو ملتونو په سیستم باندې به د امریکا بودیجه بنده شي.

فلسطیني مقاماتو د ملګرو ملتونو له مشر څخه غوښتي دي‌ چې د امنیت شورا یې د اپریل په میاشت کې د غړیتوب غوښتنه په رسمیت وپېژني.

د امنیت شورا باید لومړی د ملګرو ملتونو د غړیتوب د ترلاسه کولو غوښتنه مخې ته کړي او بیا د عمومي غونډې دوه په درېیمه برخه غړي یې ومني.

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس په ۲۰۱۱ کال کې دا غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دغه وړاندیز غور ونه کړ، خو یو کال وروسته بیا د ملګرو ملتونو عمومي غونډې فلسطیني‌ دولت ته په دغه سازمان کې د ناظر دریځ ورکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG