د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د وسله والو په بریدونو کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې


آرشیف
آرشیف

د پاکستان په شمال لویدیځ کې شنبه اپریل شپږمه (وري ۱۸) وسله والو د پولیسو د موټرو په یو کاروان برید کې لږ تر لږه دوه تنه وژلي او دوه نور یې ټپي کړیدي.

په سیمه کې د پولیسو مشر طارق خان مطبوعاتو ته ویلي چې پیښه د خیبر پښتونخوا لکي مروت په ولسوالۍ کې شوې او دوه پولیس په کې وژل شوي چې یو یې جګپوړی افسر و.

ښاغلي خان دا نته دي ویلي چې په برید کې څومره وسله والو برخه اخیستې وه خو دومره یې ویلي چې د پیښې څخه سمدستي وروسته ګڼ شمیر کومکي پولیس سیمې ته ورسیدل خو وسله وال د پیښې د ځای څخه تښتیدلي و.

سره له دې چې پدې سیمې کې تر دې وړاندې په امنیتي ځواکونو د بریدونو کولو ادعا د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي ډلې کوله خو تر اوسه یې د دې برید په هکله کومه اعلامیه نده خپره کړې.

ها خوا بیا د عمر مروت په نامه د وسله والې ډلې یو قوماندان ادعا کړې چې برید دوي کړی او دا یې هم ویلي چې د پولیسو جګپوړي وژل شوي افسر د ټي ټي پي پر ضد عملیاتو کې فعالیت درلود.

د لکي مروت په ولسوالۍ کې د پولیسو په موټرو دې کمین تر څنګ د شنبې په ورځ د باجوړ په قبایلي ولسوالۍ کې هم د سړک غاړې د بم په چاودنې کې د پولیسو یو افسر وژل شوی او یو بل ټپي شویدی.

زاهد خان نومې د پولیسو چارواکي ویلي د لومړنیو پلټنو څخه څرګندیږي چې چاودیدونکي مواد د سړک په غاړې کې ځای پر ځای شوي و خو ملامتي یې په کومې ډلې نده اچولې.

ها خوا د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ډیره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې یې نهه وسله وال وژلي دي.

پوځ ادعا کړې چې وژل شویو کسانو په امنیتي ځواکونو او ملکیانو باندې بریدونو کې لاس درلود. د پوځ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دا وسله وال د کومې ډلې غړي و خو دومره یې ویلي چې د عملیاتو پر وخت وسلې، مهمات او چاودیدونکي مواد تر لاسه شویدي.

اسلام آباد تور ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران او غړي په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له هماغه ځایه پدې هیواد کې په امنیتي ځواکونو او ملکیانو د بریدونو بندوبست کوي.

خو په افغانستان کې طالب چارواکو په وار وار د اسلام آباد دا ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

پاکستان کې داسې مهال دا بریدونه کیږي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې ته مشوره ورکړې چې د پاکستان د حکومت سره دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې هواري کړي او دا ځکه چې جګړې نظامونه تباه کوي.

محمد نبي عمري همدا تیره سه شنبې د خوست په ولایت کې یوې غونډې ته په وینا د پاکستان له حکومت هم ورته غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه حکومت ته يې مشوره داده چې د تحریک طالبان پاکستان سره دې جوړه وکړي.

ښاغلي عمري وویل: " د پاکستان حکومت باندې غږ کوو هغه وروڼه چې دوی سره جنګیږي هغوی ته هم مشوره ورکوو چې جنګونه مونږ لیدلي دي، انقلابونه مونږ لیدلي دي. جنګونه انقلابونه ستونزې پیدا کوي انقلاب پیدا کوي وطن ورانوي اقتصاد ختموي نظام تباه کوي، په خپل منځ کې سره جوړ شئ".

خو د د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې سره د خبرو په اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د مرستیال وړاندیز ته په غبرګون کې دا وړاندیز رد کړی او ویلي دي چې پاکستان ددغې تروریستي ډلې سره د خبرو لپاره هیڅ پلان نلري.

میرمن بلوڅ د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال د طالبانو له حکومت وغوښتل ددغو تروریستي ډلو او د هغوی د مشرانو په خلاف دې چې په پاکستان کې تروریستي بریدونه ترسره کوي اقدام وکړي.

د یو څیړنیز مرکز په راپور کې چې د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې خپور شو، پکې ویل شوي چې د روان میلادي کال په لومړنیو دریو میاشتو کې په ټول پاکستان کې ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ۴۳۰ تنه وژل شوي چې ترهګر هم پکې شامل دي.

په اسلام آباد کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنې مرکز په راپور کې ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې ۲۸۱ تنه عام خلک او د امنیتي ځواکونو غړي وو.

ډیری دا بریدونه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې شويدي. په راپور کې راغلي چې ۹۲ په سلو کې دا ډول پیښې په همدې دوو ایالتونو کې شویدي.

په راپور کې ویل شوي چې یوازې د بلوچستان په ایالت کې په تیرو دریو میاشتو کې ۱۷۸ تنه په ترهګریزو بریدونو کې وژل شویدي.

سره له دې چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او ملکیانو د ډیرو بریدونو ملامتي پر پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اچول کیږي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي، د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه او نورې وسله والې ډلې هم په دې هیواد کې فعالې دي چې وخت ناوخته بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG