د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شو


د کرونا خپرېدو له امله د پولیو واکسین کمپاین ځنډېدلی و
د کرونا خپرېدو له امله د پولیو واکسین کمپاین ځنډېدلی و

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سر له نن دوشنبې سپتمبر ۱۴ (وږي ۲۴) څخه د پولیو ضد واکسین کمپاین پلېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت په یوې ا علامیې کې ویلي چې د پولیو ضد واکسین به سر له نن دوشنبې وږي ۲۴ څخه بیا د وږې تر ۲۸مې پورې په ۲۰ ولایتونو کې تر سره شي.

د واکسین په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو ټیټ عمر لرونکي ۶.۱ میلیون ماشومان واکسین شي.

د کرونا ویروس رامنځته کېدو له امله د تیرې فبرورۍ میاشتې څخه بیا تر جولای میاشتې پورې د پولیو ضد واکسین کمپاینونه ځنډول شوي و.

روغتیا وزارت ویلي چې نژدې لس میلیونه تر پنځه کالو کم عمره ماشومان له واکسین څخه بې برخي او د ګوزڼ له ګواښ سره مخامخ وو.

د عامي روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني ویلي: "موږ اجازه نشو ورکولای چې ګوزڼ یا پولیو د ماشومانو ژوند تباه کړي... زه له ټولو والدینو څخه هیله لرم چې د واکسین کارکوونکو ته په خلاصه غیږ هرکلی ووايي او خپل ماشومان واکسین کړي. د افغانستان راتلونکی په دې پوري تړلی چې څنګه موږ ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو په وړاندي په واکسین کولو سره ژغورو."

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د روان کال له پیل څخه تر اوسه د پولیو ۴۶ پېښې رامنځته شوي چې ۳۲ يې د افغانستان په جنوبي حوزه کې دي.

XS
SM
MD
LG