د لاس رسي وړ اتصالات

د واکسین په تطبیق د یوې پولیو وهلې ماشومې د پلار ټینګار


سږ کال په ننګرهار ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
سږ کال په ننګرهار ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولایت اوسیدونکی خیرالله وایي چې پنځه کلنه لور یې څلور کاله وړاندې هغه وخت چې دوی له پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شول، په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوه.

ښاغلې خیرالله وایي چې تر هغې وروسته یې د خپلې ماشومې د درملنې لپاره ډېرې هڅې وکړې خو بې ځایه وې.

هغه وویل: "...د عامې روغتیا مرکزونو ته به لاړو او ټوله ورځ به مو تېره کړه خو د مساج په نامه به یې بېرته رخصت کړو. اوس د مونږ په سیمه کې د واکسین مخنیوی نه کېږي، مونږ خپله هم ماشومان واکسینوو او له واکسیناتورانو سره همکاري کوو".

نوموړې زیاتوي، اوس په خپله سیمه کې د پولیو واکسیناتورانو سره مرسته کوي ترڅو هیڅ یو ماشوم د پولیو له څاڅکو بې برخې پاتې نه شي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) وایي، تېرو کلونو کې به په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پولیو واکسین د عامه پوهاوي پر وړاندې خنډونه موجود وو، خو اوس مهال کومه ستونزه نشته.

په افغانستان کې د یونیسف د عامه اړیکو متخصص کمال شاه وایي، چې د پولیو واکسین پر وړاندې اوس هم ستونزې شته، خو په ځینو سیمو کې د خلکو همکاري زیاته شوې ده.

ښاغلی کمال وايي: "... د افغانستان په ځینو ولایتونو کې په خاص ډول هغه ولایتونه چې په لوېدیځ او یا هم سوېل حوزه کې پراته دي، ډېرو ناخوالو سره مخ او یو ستونزمن ژوند یې تیر کړې دی. بټي کوټ هم د هغو سیمو له جملې څخه یوه ولسوالې وه چې د نه لاسرسي ستونزې په کې وې او واکسین په کې سم نه تطبیقېده، مګر اوس چې لاسرسی پیدا شوی، هلته ټول ماشومان تر پوښښ لاندې نیول کېږي".

په ننګرهار کې ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو لپاره دیني عالمان هم د واکسیناتورانو ملاتړي دي او د اسلامي شریعت له مخې د پولیو پر وړاندې مخالفتونه ناسم بولي.

د ننګرهار دیني عالم محمد صدیق په دې اړه وایي: "د دې لپاره چې د کوزڼ علاج وشي او واکسین یې حتمي تطبیق شي نو بهتره ده چې د علم په رڼا کې هم خلکو ته ووایو چې خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي".

د ننګرهار بټي کوټ له هغو ولسوالیو څخه ده چې تورخم ښارګوټي ته نږدې پرته ده او خلک یې د ډیورند پولې هغې غاړې ته ډېر تګ راتګ لري.

د شینوارو په زون کې د پولیو تنظیموونکي وایي چې د دې ماشومې په وجود کې د پولیو پېژندل شوي ویروس ریښه پاکستان کې له شته ویروس سره اړیکه لري.

د روان ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل راهیسې په ننګرهار ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

XS
SM
MD
LG