د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه په نا امنو سیمو کې د ګوزڼ واکسین په کلینیکونو او جوماتونو کې ترسره کیږي


آرشیف
آرشیف

د فراه په هغه نا امنو ولسوالیو کې چې په تیرو دوه کلونو کې یو ځل بیا پکې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبت شوي، پدې ورستیو کې د پولیو ګرځنده کمپاینونو پر وړاندې ستونزې راپورته شوي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق وایي، که څه هم د پولیو واکسین تطبیق پر مهال په نا امنه ولسوالیو کې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو ته اجازه نه ورکول کیږي، خو دوی هڅه کوي چې د جوماتونو، روغتیايي مرکزونو او نورو ممکنه لارو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورسوي.

ښاغلي شایق وویل: "… په نا امنه ولسوالیو کې چې پولیو واکسین کمپاینونو ته د کور په کور ګرځېدو اجازه نه ورکول کیږي، نو موږ هلته مبلغین او ډېر کسان لرو چې خلکو ته عامه پوهاوۍ کوي."

هغه زیاته کړه، په دې سیمو کې طبی ډاکټرانو هم د روغتیايي مرکزونو له لارې ډیر ماشومان واکسین کړي.

د فراه مدني فعالین بیا پولیو واکسین تطبیق او نورو روغتیايي خدمتونو په تړاو عامې روغتیا وزارت او یونیسف ادارې هلي ځلې د ستاینې وړ بولي، خو د نا امنه سېمو اوسېدونکو او په خاص ډول ددې سیمو له مخورو مشرانو څخه د واکسین ټیمونو سره د همکارۍ غوښتنه کوي.

د فراه ولایت یو تن مدني فعال، عبدالرحمن ژوندۍ وايي: "... د پخوا راهیسې د ګوزڼ پر وړاندې د پولیو واکسین په مټ مبارزه پیل شوېده او هرې سېمې ته روغتیايي ډاکټران د واکسین لپاره ورځي، خو په ټوله کې پولیو واکسین ډیر اړین دی، مخور خلک باید خلکو ته د پولیو واکسین د ګټو په اړه پوهاوۍ ورکړي، تر څو ماشومان واکسین شي".

د علي احمد په ګډون د فراه عام اوسېدونکي د نا امنه ولسوالیو له خلکو غواړې چې، د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال هره میاشت خپل ماشومان، روغتیايي مرکزونو ته بوځي، تر څو د ګوزڼ ناروغۍ څخه په امن کې وي.

روغتیا پوهان وایي، د کور دننه او چاپیریال پاکوالې ته پاملرنه هم تر ډېره د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو مخنېوی کې مهم رول لوبولی شي، خو زیاتوي چې د ماشومانو ګوزڼ مخنېوې اصلي درمل د پولیو څاڅکې دي.

XS
SM
MD
LG