د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د پوليو ضد عمومی واکسين کمپاين پيل شو


د روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې د پوليو ضد واکسین عمومي کمپاین د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۰) د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د ۹،۹ ميليونو تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو لپاره پيل شو.

د عامې روغتيا وزارت د پوليو پروګرام د عامه اړيکو مسوول ډاکټر ميرجان راسخ امریکا غږ ته وويل، چې د ناامنيو له کبله به له ياد شمېر څخه ۲،۵ ميليونو ماشومانو ته دغه واکسين ونه شي رسولای.

هغه وويل:"... څنګه يې چې له نوم نه معلوميږي، د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې دا کمپاين د ”کور په کور‟ په شکل پلی کيږي او موخه يې دا ده چې ۹،۹ ميليونو ماشومانو ته د پوليو واکسين څاڅکي ورسوو".

نوموړي زیاته کړه، چې له بده مرغه کيدای شي په دې کمپاين کې څه باندې دوه نيم ميليونو ماشومانو ته موږ لاسرسی ونه لرو، مخصوصاً په هغو سيمو کې چې کور په کور کمپاين کې ماشومانو ته لاسرسی شونی نه ده.

د ډاکټر ميرجان راسخ په وينا په دې پنځه ورځني کمپاين کې له شپږ مياشتو نيولې بيا تر پنځو کلونو عمر لرونکو ماشومانو ته ويټامين A هم ورکول کيږي.

د روغتيايي مسوولانو په وينا، په هغو سيمو کې د ګوزڼ واکسين څخه د ډېرو ماشومانو د بې برخې پاتې کيدو احتمال شته، چې صحي رضاکاران د ناامنيو له کبله نشي ورتلی او يا هم د وسله والو طالبانو له لوري ورته د کور په کور کمپاين اجازه نه ورکول کیږي.

ديني عالم عبدالواسع سعيد د ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو کې پر روغتيايي مسوولينو سربېره د عامو خلکو ونډه هم ډېره مهمه او اسلامي وجيبه يادوي.

نوموړي وويل: "... پوليو يوه وژونکې ناروغي ده او له وقايې پرته علاج هم نه لري. نو په دې اساس ويلای شو چې دا زموږ د ټولو مسووليت جوړېږي چې ټولنه له دې ناوړه ناروغۍ څخه پاکه کړو".

پوليو دايمي معلولوونکې ويروسي ناروغي ده، چې له يوه انسان څخه بل ته په ډېرې آسانۍ سره انتقالېږي. د روغتياپالانو په وينا د دې ناروغۍ د مخنيوي يواځنۍ وسيله د ګوزڼ ضد واکسين دي.

د خوست دوه تنه اوسېدونکي، احمدشاه او حيات الله په همدې هکله داسې وايي: "... خلک بايد د پولیو واکسین مخنيوی ونه کړي، او دا واکسين په خپل وخت سره ماشومانو ته ورکړي. اوسني ناامني ته په کتو، کولی شو ووایو چي شاید مثبتې پېښې لا هم زياتې شي، نو ځکه ميندو او پلرونو ته پکار ده چې خپل ماشومان په وخت سره واکسين کړي".

روان ۲۰۲۰ ميلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې ناروغۍ اخته ټول هغه ماشومان دي، چې له ګوزڼ ضد واکسين نه يا په قطعي ډول محروم شوي او يا په سمه توګه ورته نه وو تطبيق شوي.

XS
SM
MD
LG