د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د پولیو واکسین د نه تطبیق کونکو کورنیو شمېر مخ پر ډېرېدو دی


آرشیف
آرشیف

وروسته له هغه چې د کرونا وبا له کبله د پوليو واکسين کمپاينونه له ځنډ سره مخ شول، اندېښنه دا ده چې په خوست ولايت کې له ګوزڼ ضد واکسين څخه د انکار کونکو کورنيو شمېر زيات شوی.

د خوست د عامې روغتيا رياست د شمېرو له مخې په وروستي کمپاين کې چې تېره مياشت تطبيق شو، شاوخوا ۱۶ زره ماشومان د خپلو کورنيو د انکار له امله له ياد واکسين څخه محروم شوي دي، په داسې حال کې چې نږدې يو کال مخکې دا شمېر ۱۴ زره و.​

د مسؤلينو په وينا، که څه هم دغه انکاري کورنۍ کوم موجه دلايل له ځان سره نه لري، خو د عامې روغتيا رياست مرستيال، ډاکټر ګل محمد الدين منګل امریکا غږ ته وويل، چې عامه پوهاوی يې زيات کړی دی.

هغه وويل: "... سږ کال ۱۶ زره انکاري ماشومان لرو چې پر هغو باندې زموږ د ټيمونو لخوا کار روان دی. هغوی د قومي مشرانو، علماؤ او د ټولنيزو رسنيو له لوري عامه پوهاوی کار کوي".

په داسې حال کې چې د ځينو عقيدوي مسائلو پربنسټ يو شمېر کورنۍ نه غواړي خپلو ماشومانو ته د فلج ناروغۍ ضد واکسين ورکړي، د دې ولايت اوسېدونکی احمد شاه وايي چې دغه واکسين ماشومان له دايمي فلج نه ژغوري.

هغه وويل: "... په خوست کې پنځه پېښې ثبت شوي، واکسينو ته ډېر ضرورت دی. له ميندو او پلرونو نه مو هيله ده چې خپلو ماشومانو ته په خپل وخت واکسين ورکړي. دا د راتلونکي لپاره ډېره فايده ده".

د پوليو ويروس تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د دايمي فلج لامل ګرځي، چې بيا هيڅکله تداوي نلري.

ديني عالم عبدالقدوس د دغه ويروس په له منځه وړلو کې د کورنيو ونډه اسلامي وجيبه بولي: "... هيچا نده ثابت کړې، چې په دې کې د اسلام له نظره خلاف مواد کارول شوي دي. دا د روغتيا مسئله ده، بايد ماشومانو ته ورکړل شي."

هغه زیاته کړه، د هغه په مجموع کې ټول ولس مسووليت لري، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکړي، ترڅو زموږ راتلونکی نسل د فلج له ناروغۍ څخه خلاصون ومومي.

په ټوليز ډول په خوست کې د هغو ماشومانو شمېر شاوخوا ۵۰ زره ښودل شوی، چې د ناامنۍ، د کورنيو د انکار او د ځينو نورو ستونزو له کبله چې په دې وروستيو کې له ګوزڼ ضد واکسين محروم شوي.

له افريقايي هېواد نايجريا څخه د ګوزڼ ناروغۍ تر پاکيدو وروسته د نړۍ په کچه افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې لاهم په کې د ګوزڼ ناروغۍ وحشي او ساري ويروس پاتې دی.

XS
SM
MD
LG