د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین یو ځل تطبیق ماشومان د ګوزڼ له ګواښ څخه نه ژغوري- چارواکي


آرشیف
آرشیف

د روغتیايي مسؤلینو په وینا د پولیو واکسین یو ځل تطبیق ماشومان د ګوزڼ له خطر څخه نه ژغوري او اړینه ده چې ماشوم د یو ځل واکسین کولو پر ځای هر ځل د کمپاین پر مهال واکسین شي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق وايي، ځېنې وختونه د واکسین پر مهال ماشوم په داخله ناروغۍ اخته وي، او یا هم واکسین بیرته له خپلې خولې څخه وباسي او یا هم که واکسین د ناسم چاپیریال له امله خپل اصلي او معیاري خاصیت له لاسه ورکړی وي، نو واکسین د ګوزڼ پر وړاندې د ماشوم لپاره کومه ګټه نلري.

د نوموړي په وینا، موږ پدې اړه څیړنه کوو، خو کورنۍ باید هر ځل ماشومان واکسین کړي تر څو دویم او دریم ځل ورته ګټه وکړي.

د فراه اوسېدونکي هم د روغتیاپالانو د لارښوونو هر کلی کوي او له کورنیو څخه غواړي چې د یوار پر ځای هر ځل کمپاینونو پر مهال خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو واکسین د ماشومانو لپاره ګټور تمام شي، او د تلپاتې ګوزڼ ناروغۍ څخه وژغورل شي.

د فراه یو تن اوسیدونکی عبدالهادی په دې هکله داسې وایي: "... واکسین د ماشومانو او په خاص ډول د نویو پیدا شویو کوچنیانو لپاره ډیره ګټه لري، زه د خلکو څخه غواړم چې واکسین کوونکي تشویق کړي چې هر ځل د دوی د ماشومانو د واکسین کولو لپاره د دوی کلیو ته ورشي، او د یوار پر ځای هر ځل خپل ماشومان واکسین کړي".

د فراه مدني فعال یونس څپاند بیا له واکسین کوونکو او روغتیايي چارواکو څخه غواړي چې واکسین په مناسبه هوا کې وساتي او په میعاري توګه یې لرې ولسوالیو ته ور ورسوي، او په سمه توګه یې ماشومانو ته تطبیق کړي.

هغه وویل: "... د واکسین د تطبیق په څانګه کښې باید هېڅ ډول غفلت ونشي، په سمه توګه ورکړل شي، او بل د پولیو واکسین هم باید د ښار څخه ولسوالیو ته په مناسبه درجه هوا کې انتقال کړای شي، تر څو واکسین د لارې په اوږدو کې خرابه نشي او وکړای شي چې د ماشومانو د ګوزڼ مخه ونېسي".

ګوزڼ یا فلج په نړۍ کې د ماشومانو لپاره ډیره خطرناکه ناروغي ده، چې هیڅ ډول درملنه نلري، خو روغتیا پوهان وايي چې پولیو واکسین د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوی کولی شي.

XS
SM
MD
LG