د لاس رسي وړ اتصالات

په لویو لارو کې د پولیو ټیمونو ګمارل خورا ګټور ثابت شوي؛ د کونړ چارواکي


آرشیف
آرشیف

د کونړ روغتیايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په لویو لارو او عامه ځایونو کې د واکسین ټیمونه ګمارل شوي چې هره میاشت تر ۱۰ زره ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین رسوي.

د کونړ د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عزیز ساپي امریکا غږ ته وویل، په لویو لارو کې یې ګڼ داسې ټیمونه ګمارلي دي چې ماشومانو ته واکسین کوي.

هغه زیاته کړه: " که په هر څومره نا امنه سیمه کې اوسېږي، خو چې کورنۍ یې ښار، بازار او یا د غم ښادۍ مراسمو لپاره امنو سیمو ته ځي او ماشومان ورسره وي نو زموږ دغه ټیمونه چې په لویو لارو کې دي هغوی ورته حتماً واکسین کوي او دا یوه بریالۍ ستراتيژي ده."

هغه وايي، که څه هم اوس طالبانو د خپل واک لاندې سیمو کې ماشومانو ته د واکسین پروسه کې د مرستې ژمنه کړې ده، د لویو لارو ټیمونو د پاتې کېدونکو ماشومانو کچه کمه کړې ده، چې دا یوه بریالۍ چاره ده.

نوموړی زیاتوي: "... موږ که حساب وکړو نو دغه سیار او د لویو لارو ټیمونه هره میاشت تر ۱۵ زره ماشومان واکسین کوي، نو موږ سره یې په دغه پروسه کې ډېر کومک کړی دی."

ګڼ شمېر ولسي خلک هم د واکسین پر وړاندې شته خنډونو اندېښمن کړي، خو وايي که په قومي کچه هڅې وشي او د کمپاینونو پر وړاندې شته خنډونه ختم شي، نو ماشومان به یې له یوې خطرناکې ناروغۍ خوندي شي.

په لویو لارو د پولیو ټیمونو ګمارل خورا ګټور ثابت شوي؛ د کونړ چارواکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

ولي الله، د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی بیا داسې وايي: " زه چې له بره درو څخه ګورم هره ورځ خلک راوځي او ماشومان ورسره وي نو دلته ورته واکسیناتوران واکسین کوي، ځکه هلته واکسین نه ور رسېږي خو دلته ورته کېږي، دا یوه ښه چاره ده."

د کونړ په ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي په قومي کچه یې هڅې پیل کړې دي چې د پولیو ضد واکسین پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.

XS
SM
MD
LG