د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مشهورې لاترۍ جایزه ۹۰۰ میلیون ډالرو ته ورسېده


له هغه وروسته چې د پچې اچوونې په څو پړاوونو کې هېڅوک د امریکا د مشهورې لاټرۍ «پاوربال» ګټونکي نشول، دغه جایزه ۹۰۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوه.

د دغې لاټرۍ وروستۍ پچه اچوونه، چې قیمت یې ۸۷۵ و، د شنبې په ماښام وشوه چې هېچا ونه ګټله. بله پچه اچوونه به د دوشنبې په ماښام، جولاۍ۱۷ کېږي چې د ګټلو وړ پیسو اندازه یې ۹۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی ده.

هرچا چې دا لاټري وګټله، د مالیې له ورکولو وروسته به ورته ۴۶۵ میلیون ډالر ورکول کېږي.

د دغې لاټرۍ د تنظیم ادارې ویلي دي چې د «پاوربال» په تاریخ کې دا درېیمه لوړه جایزه او په متحدو ایالتونو کې د لاټرۍ په تاریخ کې اوومه لویه جایزه ده.

ویل کېږي چې په ۲۹۲ میلیون ټکټونو کې یې په یو ټکټ کې د ګټې چانس لیدل کېږي.

تر دې مخکې د اپریل په ۱۹ نېټه د پاور بال د ممتاز جایزې قیمت ۲۵۳ میلیون ډالر و او له هغې را وروسته تر دې دمه بل چا دا جایزه ګټلې نه ده.

XS
SM
MD
LG