د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د جرمني ددفاع د وزیر خبرې صحیح نه دي


د لندن څخه خپریدونکې ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د ٢٠١۴ کال ورسته د ځواکونو د پاته کېدو د شمیر او د ناټو د دفاع وزیرانو د ورستۍ غونډې په اړه یو مقاله خپره کړې ده.
ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا او د ناټو متحدین یې پر دې فکر کوي چې د ٢٠١۴ کال ورسته د ٨٠٠٠ څخه نیولې بیا تر ١٢٠٠٠ پوري د ناټو ځواکونه په افغانستان کې پریږدي.

د جمعې په ورځ په بروکسلز کې د نا ټو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د جرمني او د امریکا تر منځ جنجال هغه مهال راپورته سو چې ایا په دغه ځواکونوکې به د ناټو متحدین شامل وي او که به یواځې امریکایان په هغه هیواد کې پاته کېږي.

له دې نه مخکي د امریکا ولسمشر براک اوباما ویلي و چې د ٢٠١۴ کال تر پایه پوري به د افغانستان څخه خپل ټول محاربوي ځواکونه راوباسي.

ورځپاڼه لیکي د جرمني د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل چې په غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر ورته ویلي دي چې امریکا به د ٢٠١۴ کال په پای کې د ٨٠٠٠ څخه تر ١٠٠٠٠ پوري ځواکونه پریږدي. خو بیا ورسته پنیټا خبریالانو ته وویل چې د جرمني د دفاع د وزیر خبرې صیحح نه دي.

د امریکا د دفاع وزیر چې په نږدې راتلونکې کې به خپل مقام پریږدي خبریالانو ته دا هم وویل چې په غونډې کې یې د ناټو د متحدینو سره د ٢٠١۴ کال ورسته حالاتو پر بیلابیل ابعادو باندې خبرې کړي.

ښاغلي پنیتا وویل چې د ځواکونو شمیره پورته او کښته کیدا سي ځکه چې دا پدې پوري اړه لري چې نور هیوادنو څومره ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي.
ورځپاڼه لیکي چې وروسته د امریکا د دفاع وزیر ویاند جورج لیټل هم د جرمني ددفاع د وزیر څرګندونې رد کړې ،، هغه راپورونه چې امریکا خپلو متحدینو ته ویلي دي چې ګوني د ٨٠٠٠ څخه بیا تر ١٢٠٠٠ پوري امریکا یې ځواکونه به د ٢٠١۴ کال ورسته په افغانستان کې پاته کېږي، صحیح خبره نه ده.،، نوموړي زیاته کړه چې د ٨٠٠٠ څخه بیا تر ١٢٠٠٠ پوري د ځواکونو پرښودلو په ممکنه شمیر باندې بحث وسو خو د ۲۰۱۴ کال وروسته ماموریت به یواځي د امریکا نه بلکې د ټولې ناټو ماموریت وي.

د اوباما حکومت دا پلان هم په پام کې نیولی دی چې تر ٣٥٠٠٠٠ پوري افغان ځواکونه د راتلونکو پنځو کلنو دپاره حمایت کړي چې په افغانستان کې امنیت تامین کړي او دغه راز د افغانستان حکومت ته هم ډاډ ورکړي چې کله په ٢٠١۴ کال کې محا ربوي ځواکونه د افغانستان څخه ووځي نو امریکا او متحدین یې دغه هېواد یواځې نه پریږدي.

که ناټو دغه خبره په رسمي توګه تایید کړي نو د افغان ځواکونو د اداره کولو کلنی لګښت به ٢ ملیارده ډالره نورهم زیات سي. دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د ناټو زیاتره هیوادنه د بودیجې د کمښت او دمالي کړکیچونو سره مخ دي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې د ناټو د د فاع وزیرانو د غونډې زیاتر تمرکز په هغه پلان باندې و چې په افغانستان کې دي جګړه ختمه سي. په غونډه کې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیت د سپارلو پر بهیر او د افغانستان څخه د ۳۴ زرو آمریکايي سرتیرو د راوتلو پر موضوګانو باندې هم خبرې وشوې. ټاکل شوې چې یادشوي شمیر عسکر د روان کال په پای کې د افغانستان څخه راووځي.


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې هم د دې موضوع په هکله یو مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې امریکا او متحدین یې په دې توانیدلي دي چې په افغانستان کې د لس کلنې جګړې په درشل کې یو ځای سره پاته سي که څه هم دمتحدینو تر منځ بیلابیل نظرونه موجود وو.

ورځپاڼه لیکي اروپایانو په افغانستان کې پوځي ماموریت ته د یوه بې ثباته حکومت د حمایت کولو په سترګه کتل په داسي حال کې چې امریکایانو بیا ورته زیاتره د جکړه په نظره کتل. د ناټو ځینو متحدینو لکه فرانسې خپل ټول محاربوي ځواک د افغانستان څخه راویستی.
ورځپاڼه زیاتوي چې د اوباما حکومت تر اوسه پوري دا نه دي ویلي چې په افغانستان به د ٢٠١۴ م کال ورسته څومره ځواکونه او ډیپلوماټان پرېږدي.
XS
SM
MD
LG