د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: پر پاکستان د هند برید د افغان سولې خبرې زیانمنولې شي


د پاکستان د بهرنو چارو وزیر د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو سره په ټیلفون خبرې کړیدي او خبرداری یې ورکړیدی چې په پاکستان د هند برید د افغانستان د سولې لپاره د هغوي په گډو هڅې اغیز کولی شي

محمد قریشي د امریکا د بهرنو چارو وزیر سره په ټیلفون کې د هند د برید او په پاکستان کې د خلکو د احساساتو په اړه خبرې وکړې.

قریشي لیکلې "هند د خپلو اهدافو لپاره د سیمې امنیت د ستونزو سره مخامخ کوي. پاکستان سوله غواړي خو په خپل ملي حاکمیت تیري نشي زغملی.مونږ د هندوستان د نیت په اړه پخوا هم نړیوال خبرداره کړي و. پاکستان د پلوامه برید نه وروسته، د هند د اخطارونو باوجود ډیر مسولانه چلند وکړ."

قریشي وایي چې پمپیو ته یې دا هم وویل چې د هند د چلند له کبله به په افغانستان کې د سولې لپاره گډې هڅې اغیزمنې شي. هغه وویل:"د هند د پارونکي چلند له کبله په افغانستان کې د سولې لپاره په گډو هڅو اغیز کیدی شي."

د یادونې وړ ده چې پاکستان د هند په پلوامه د ترهگر برید نه وروسته څو ځله دا ویلي دي چې د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې له کبله د افغانستان د سولې په خبرو اغیز کیدی شي.

د واشنگټن په یو څیړنیز مرکز 'د نړیوالو اړیکو شورا' کې د سیاسي چارو مبصره ایلیسا ویلس امریکاغږ ته وویل چې د هند او پاکستان ترمنځ جنگ یواځې د دغو دوو ملکونو مسله نه ده خو دا به په ټوله سیمه اغیز کوي. هغې وویل: "د دواړو ملکونو ترمنځ د تشنج د زیاتیدو اثر به یواځې په هغوي نه بلکه په ټولې سیمې وشي او په خاصه توگه به دا د افغانستان د سولې په خبرو اثر وکړي."

اغلې ویلس وویل چې امریکا ته پکار ده چې دواړو ترمنځ د تشنج د کمولو لپاره د منځگړي رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر ور غوښتی و او ورته یې ویلي وو چې د کشمیر مسئله د افغانستان د سولې له خبرو سره تړاو نلري. افغان حکومت په دې اړه خپل رسمي اعتراض هم د پاکستان سفیر ته سپارلی و.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG