د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د راج ولي شاه خټک فاتحه واخیستل شوه


د راج ولي شاه خټک فاتحه د کابل په عید ګاه جومات کې وه.
د راج ولي شاه خټک فاتحه د کابل په عید ګاه جومات کې وه.

افغان شاعرانو، ليکوالانو او سیاستوالو نن د افغانستان په پلازمینې کابل کې د پښتو ادب وتلي ليکوال، شاعر او څېړونکي ډاکټر راج‌ولي شاه خټک د فاتحې مراسم پر ځای کړل.

د فاتحې په مراسمو کې د افغان حکومت د کابینې یو شمیر غړو، د ولسي جرګې ځینو وکیلانو او د پښتو ادب څیړونکو او مینه‌والو ګډون درلود.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني، د فاتحې د مراسمو له پرځای کولو وروسته امریکا غږ ته وویل، د ډاکټر راج ولي شاه خټک مړينه د پښتو ادب لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده او د هغه د تشې ډکول به زیات وخت ونیسي.

ښاغلي جهاني وویل "د ډاکټر صاحب راج‌ولي شاه خټک ضایعه یوه ډیره لویه ضایعه وه د یوه قوم ضایعه وه د یوه بشپړ ولس ضایعه وه، دا چې ولې یې فاتحه په کابل کې اخیستل کیږي، دا څه ډیره عجیبه خبره نه ده، راج‌ولي شاه خټک نه یواځې د سرحد په آخوا کې د سرحد په دیخوا کې هم ډیر مهم وو، د دې ژبې لپاره مهم وو، د دې شعر او ادب لپاره مهم وو."

دغه‌ راز، د پښتو ادب استادان او لیکوالان چې په دغو مراسمو کې یې ګډون درلود د ډاکټر راج‌ولي شاه خټک پر مړینې یې ژور خفګان څرګنډ کړ او د پښتو ژبې د بډاینې لپاره یې د هغه هڅې وستایلې.

د پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون وايي، راج ولي شاه خټک د پښټو ادب یو له هغو ادیبانو څخه وو، چې په معاصرو ادبیاتو یې باور درلود او د ابیاتو له نوو مسائلو سره آشنا و.

ښاغلی یون وايي "بهرنۍ نړیوالې ژبې یې زده وې نو پښتو ادب یې له نړیوال ادب سره هم‌غاړی کوه، په کلاسیک ډول باندې یې د پښتون نسل د پرمختیا هیله نه درلوده، څه چې د عصر ټیکنالوژي ده، دده یوه هیله دا وه چې پښتون باید له دغه عصري ټیکنالوژۍ څخه هم د ادبیاتو او هم د ژوند په ډګر کې استفاده وکړي."

دغه راز، ښاغلي یون وویل، راج‌ولي شاه خټک یواځې د خیبرپښتونخوا نه بلکې د نړۍ ټولو پښتونو پورې تړلی شخصیت وو.

راج‌ولي شاه خټک د ۶۳ کلونو په عمر تیره اونۍ د دوشنبې په ورځ د زړه د ناروغۍ له املهله دې نړۍ سترګې پټې کړې او د سې‌شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په نوښار سیمه کې په خپل پلارني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.

ډاکټر راجولي شاه خټک ۱۵ چاپ شوي آثار لري او نږدې اتيا څېړنيزې ليکنې او مقالې يې په بېلابېلو خپرونو او رسنيو کې خپرې شوې دي.

دغه راز، راج‌ولي شاه خټک له کلونو راهیسې د پښتو اکاډمۍ مشري کړې او د مختلفو علمي او فرهنګي غونډو په جوړولو کې یې فعال رول لوبولی.

د هغه د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته د هغه ګڼ شمیر مینه‌والو په ټولنیزو رسنيو کې شعرونه او په اړه یې تبصرې شریکې کړې او خواشيني یې څرګنده کړې.

په پای کې د ډاکټر راج‌ولي شاه خټک یو شعر:

څوک په لارو کې ازغي کري نېکنام شي
څوک تابیا د سرو ګلونو کړي بدنام شي
څوک یو دوه قدمه واخلي تر تا درشي
د چا پښې په مزل ماتې شي ناکام شي
بیا په تمه د وصال مې واورې پرېوځي
چې دا ستا د کلي غرونو ته مې پام شي
د روزګار له سپينو سترګو پنا راکړه
تورې زلفې راخورې کړه چې ماښام شي
یوه شپه نیمه خو داسې وي چې وایم
چې دا ژوند دې تمامي په کې تمام شي
‌‌‌‌‌‌ډیوې بلې دې د سترګو راسره کړه
په سودا کې د اوربل ‌‌‌‌‌‌ډاکې مدام شي
د ولي سدا بهار خودسره فکر
سپرلی نه دی چې د شپو ورځو غلام شي.

XS
SM
MD
LG