د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بم په چاودنې کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپي شویدي


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې پولیس وایي د دې هیواد په جنوب لویدیځ کې د بلوچستان په ولایت کې یکشنبه اپریل اوومه (وري ۱۹) د بم په یوې چاودنې کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپي شویدي.

پولیسو ویلي چې چاودیدونکي مواد په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و.

په سیمې کې د پولیسو مشر محمد عارف زرکن ویلي چې په ټپي شویو کې یوه یې میرمن او دوه یې د پولیسو افسران دي خو دا یې ندي ویلي چې آیا دا کسان ښه کاري او که برسیرن ټپي شویدي.

پولیسو د وژل شویو کسانو هویت په هکله معلومات ندي ورکړي او دا یې هم ندي ویلي چې آیا هغوي د امنیتي ځواکونو غړي او که عام خلک و.

پیښه د بلوچستان ایالت د خضدار په سیمې کې په لویې لارې کې شوې چې د دې ایالت مرکز کویټه د سیند ایالت د کراچۍ ښار سره نښلوي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې خو تر دې وړاندې پدې ولایت کې د اکثریت بریدونو کولو ادعا بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو کړې.

د بلوڅ وسله والو تر څنګ، د پاکستاني طالبانو غورځنګ او نورې وسله والې ډلې هم پدې سیمې کې فعالې دي چې وخت نا وخته د پاکستان په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه کوي.

د یو څیړنیز مرکز په راپور کې چې د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې خپور شو، پکې ویل شوي چې د روان میلادي کال په لومړنیو دریو میاشتو کې په ټول پاکستان کې ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ۴۳۰ تنه وژل شوي چې ترهګر هم پکې شامل دي.

په اسلام آباد کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنې مرکز په راپور کې ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې ۲۸۱ تنه عام خلک او د امنیتي ځواکونو غړي وو.

ډیری دا بریدونه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې شويدي. په راپور کې راغلي چې ۹۲ په سلو کې دا ډول پیښې په همدې دوو ایالتونو کې شویدي.

په راپور کې ویل شوي چې یوازې د بلوچستان په ایالت کې په تیرو دریو میاشتو کې ۱۷۸ تنه په ترهګریزو بریدونو کې وژل شویدي.

سره له دې چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او ملکیانو د ډیرو بریدونو ملامتي پر پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اچول کیږي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي، د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه او نورې وسله والې ډلې هم په دې هیواد کې فعالې دي چې وخت ناوخته بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG