د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: ایران او اسرائیل دې له زغمه کار واخلي


د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف

په منځني ختیځ کې د کړکیچ له زیاتیدو وروسته، روسیې د پنجشنبې په ورځ، اپریل ۱۱ ( وري ۲۳مه) له ایران او اسرائیل وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي.

ایران ژمنه کړې چې د سوریې په پلازمینه دمشق کې به یې پر قونسلګرۍ د برید غچ له اسرائیل واخلي. دغه خبرداری د امریکا ولسمشر جوبایډن دیته وهڅاوه چې له اسرائیل سره د واشنګټن د کلک ملاتړ ژمنه وکړي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف په یوې خبري ناستې کې وویل: "په سیمه کې د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره د ټولو لپاره دا ډېره مهمه ده چې له زغم څخه کار واخلي."

هغه زیاته کړه چې تر اوسه له روسیې څخه د اسرائیل او ایران ترمنځ د منځګړیتوب غوښتنه شوې نه ده. خو هغه همداراز د ایران پر قونسلګرۍ د اسرائیل مشکوک هوايي برید، له نړیوالو اصولو څخه سرغړونه وبلله.

اسرائیل تر اوسه ددې خبرې پخلی نه دی کړی، چې په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ برید د اسرائیلي پوځیانو له خوا شوی دی.

د ایران ستر مذهبي‌ مشر ایت الله خامنه يي د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې له اسرائیل به غچ واخیستل شي او په ورته وخت کې د ایران له ملاتړه برخمن د حزب الله وسله والې ډلې ویلي چې د ایران پر قونسلګرۍ برید "د بدلون ټکی" دی او د دغې ډلې په وینا، اسرائیل ته به ددغه برید له امله سزا ورکړل شي.‌

روسیې تر دې مخکې پر غزې د اسرائیل پوځي یرغل غندلی و، که څه هم دغه هېواد په دودیز ډول هڅه کړې چې د سیمې له ټولو سترو ځواکونو سره خپلې اړیکې وساتي، خو د غزې جګړې له اسرائیل سره د روسیې اړیکې خرابې کړې دي.

روسیه له ایران، سعودي عربستان، سوریې او د منځني ختیځ له یو شمېر نورو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG