د لاس رسي وړ اتصالات

څنګه د موسمي حساسیت (الرژي) څخه ځان خوندي وساتو؟


موسمي حساسیت هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د بدن معافیتي  یا دفاعي‌ سیستم د ګلانو او ونو ګرده په شان د حساسیت زیږونکو موادو په وړاندې ډیر غبرګون وښيې.
موسمي حساسیت هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د بدن معافیتي  یا دفاعي‌ سیستم د ګلانو او ونو ګرده په شان د حساسیت زیږونکو موادو په وړاندې ډیر غبرګون وښيې.

موسمي حساسیت د الرژي یو تر ټولو عامو ډولونو څخه دي چې د امریکا متحدو ایالتونو د روغتیایي ادارو د احصایو له مخې، اته سلنه امریکایان پرې اخته دی.

د موسمي حسیاست نښې او نښې کیدای شي متوسطې او یا ډیرې شدیدې وي چې تر ټولو عامې نښې یې له پرنجی، د پوزې بندیدل، د پوزې او سترګو څخه د اوبو بهیدل، د غوږونو، تالو او د مخ د خارښت څخه عبارت دي.‌

ځینې کسان د موسمي حساسیت پر وخت د سر درد، ساه لنډۍ، تبه او ټوخی په څیر نښې نښانې هم تجربه کوي، خو دا بیا د هغو کسانو لپاره چې له اوږدې ساه لنډۍ څخه کړیږي ډیر ستونزمن وي.

موسمي حساسیت هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د بدن معافیتي یا دفاعي‌ سیستم د ګلانو او بوټو د ګردې په شان د حساسیت زیږونکو موادو په وړاندې ډیر غبرګون وښيې.

د بدن معافیتي سیستم د ګلانو او ونو دغه ګردې چې ‌‌‌ډیرې وختونه بې ضرره دي، یو ګواښ ګڼي او له همدې امله د وینې جریان ته په زیاته اندازه هسټامین او نور کیمیاوي مواد لیږدوي، چې په حقیقت کې د انسان په بدن کې همدغه کیمیاوي مواد د حساسیت د نښو او نښانو د رامنځته کېدو لامل کیږي.

حساسیت ښايي د کال په څلورو واړه فصلونو کې رامنځته شي، خو په پسرلي کې کله چې ګلان غوړیږي او ګرده تولیدوي، بیا ډیر عام وي. تر هغه وروسته په اوړي کې، کله چې د بوټو او ونو پاڼې غوړیږي او مني کې کله پاڼې وچیږي، ډیر عام وي.

د موسمي حساسیت فصل ته په کتو سره،‌ ژمی یو آرامه فصل دی، خو پدغه موسم کې د سړې هوا له امله د دروازو او کړکیو د تړلو او د کور دننه د دوړو له امله هم د ډیری خلکو په ځانګړې توګه هغه کسان چې په نورو فصلونو کې حساسیت لري، په موسمي حساسیت اخته کیدای شي.

د موسمي حساسیت تشخص ساده او اسانه دي، ځکه چې دا هر کال په ځانګړي فصل یا وخت کې رامنځته کیږي.

که څه هم دغه راز الرژي کومه ځانګړې درملنه نلري، خو غوره لاره یې د هغو موادو پيژندل او ورڅخه ځان ساتل دي، چې حساسیت را پاروي. همدارنګه د انټي هسټامین درمل او د مالګې اوبو سره د پوزې منظم مینځل هم د حساسیت د نښو نښانو په کمولو کې ډیره مرسته کوي.

برسېره پردې، لږترلږه په اونۍ کې یو ځل په ګرمو اوبو سره د خوب د کالیو او بستر مینځل، په منظمه توګه د کور پاکول او په خونې کې د هوا د رطوبت تنظیم کونکي آلې کارول، په ځانګړې توګه د خوب په خونه کې، د حساسیت د ځانګړو ډولونو په مخنیوي کې مرسته کوي.‌

که چیرې حساسیت د پسرلي په موسم کې شدیده وي، بیا د ګلانو د ګردې په موسم کې د کړکیو تړل، له کوره بهر ته لږ وتل او د اړتیا په صورت کې د ماسک اغوستل، د الرژي زیږونکې موادو سره د تماس په مخنیوي کې مرسته کولای شي. همداراز هغه کسان چې د سګرټ څکولو عادت لري د شدیدې الرژۍ پر مهال باید د سګرټ څکولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې سګرټ حساسیت لا زیاتوي.

همدارنګه تجربو ښودلې ده چې د شاتو خوړل پدې شرط چې په حساسیت د اخته کس په سیمه کې راټول شوي وي، د حساسیت په کمولو کې هم مرسته کوي، خو په علمي ډول ددې ټکې د تائید لپاره پراخو څیړنو ته اړتیا ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG