د لاس رسي وړ اتصالات

سلوانیا د فلسطیني دولت د رسمیت پیژندلو بهیر پیل کړ


د سلوانیا صدراعظم رابرټ ګولب د کابینې له غړو سره
د سلوانیا صدراعظم رابرټ ګولب د کابینې له غړو سره

د سلوانیا حکومت د پنجشنبې په ورځ مۍ ۹ (غوايي ۲۰) د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو فرمان صادر کړ چې ټاکل شوې ده د تصویب لپاره د جون په نیمایي کې ددغه هېواد پارلمان ته واستول شي.

د سلوانیا صدراعظم رابرټ ګولب یوې خبري غونډې ته وویل: "د فلسطین په رسمیت پېژندلو فرمان د حکومت د هغو هڅو برخه ده چې ژر تر ژره په غزه کې ظلمونه پای ته ورسوي." هغه زیاته کړه چې ښايي وروستۍ پریکړه د جون د ۱۳ نیټې وړاندې تصویب شي.

سلوانیا د مارچ په میاشت کې له هسپانیا، ایرلنډ او مالتا سره په ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د اروپایي اتحادیې هیوادونه د دولت جوړولو د شرایطو په چمتو کېدلو سره، "د فلسطین په رسمیت پیژندلو ته تیار دي."

ګولب وویل: "موږ به د سولې خبرو اترو، د یرغمل شویو خوشې کولو او د فلسطیني ادارې د اصلاحاتو په اړه پرمختګونو ته دوام ورکړو او که بهیر چټک پرمخ ولاړ شي، موږ ښايي د رسمیت پیژندلو کار مخکې له مخکې بشپړ کړو."

سلوانیا له اسرائیل غوښتي چې پر غزې تړانګې خپل بریدونه ودروي او خبرداری یې ورکړی چې پر رفح ښار برید به په تړانګه کې بشري ناورین لا پسې زیات کړي.

د بهرنیو چارو وزیرې تنجا فاجون په ایکس شبکه کې په یو بیان کې وویل چې هغه د فلسطیني دولت د رسمیت "پیژندلو په لور د پرېکنده او نه بدلیدونکي ګام څخه خوشحاله ده."

ددغه فرمان د تصویب دپاره د ۹۰ څوکیو په پارلمان کې ساده اکثریت ته اړتیا ده. د صدراعظم ګولب منځلاری کیڼ اړخی ایتلافي حکومت په پارلمان کې ۵۱ څوکۍ لري.

د نیینیک ورځپاڼې له خوا د اپریل په میاشت د ترسره شوې نظرپوښتنې له مخې چې ۶۰۰ کسانو پکې ګډون کړی، د سلوانیا نږدې ۶۰ سلنه وګړي د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو ملاتړ کوي او ۲۰ سلنه یې مخالف دي.

د لیوبلجانا پوهنتون شاوخوا سلو محصلینو د چهارشنبې په ورځ د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون پیل کړ. د لاریون کوونکو یوه غوښتنه دا ده چې سلوانیا دې د فلسطین دولت په رسمیت وپيژني.

د فلسطینیانو د شمېرو له مخې، د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له جملې څخه شاوخوا ۱۳۷ یې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG