د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه


د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره پیني‌ ونګ
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره پیني‌ ونګ

استرالیا یو بل هېواد شو چې په رسمیت د یو مستقل فلسطیني دولت د پېژندو حمایت کوي او په خپل دغه دریځ سره یې په لویدیځ کې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې په اړه موجوده ټابو ماته کړه.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني ونګ د دغه هېواد په مرکز کنبیرا کې په یوې غونډې کې وویل چې په رسمیت د یو فلسطیني ‌دولت پېژندل به په منځني ختیځ کې د سولې پروسې پیل ته بیا لاره هواره کړي او ورسره به د افراطیت ځواک کمزوری شي.

هغې وویل: «د یو فلسطیني دولت پېژندل-چې له اسرائیل سره څنګ په څنګ وي- یوازې دا نه چې د فلسطینیانو دپاره خپلو هېلو ته د رسېدو زمینه برابروي، بلکې د سولې ځواک غښتلی کوي او افراطیت کمزوری کوي. دا به حماس، ایران او په سیمه کې د ایران نورې نیابتي ډلې کمزورې کړې.»

د یو مستقل فلسطیني دولت جوړېدل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره مهم ګام بلل کېږي. متحدو ایالتونو، استرالیا او اکثریت نورو لویدیځو هېوادونو ویلي دي چې یوه ورځ به یو مستقل فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني، خو د بیت المقدس د برخلیک، نهايي سرحدونو او دا ډول نورو مهمو مسائیلو په اړه یوې موافقې ته تر رسېدو مخکې به دا کار ونکړي.

په غزې کې روانې جګړې او په اسرائیل کې د بنیامین نتنیاهو د ښي اړخه حکومت موجودیت د سولې هیلې مړاوې کړې، خو د جګړې له پیل راهېسې دپلوماتانو په دې مسئلې باندې بیا فکر کول پیل کړي دي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره وایي چې په دې برخه کې د نتنیاهو د حکومت په ګډون د ټولو اړخونو ناکامي «لویه نا امیدي» پیدا کړې او «اوس نړیواله ټولنه د دوو دولتونو د حل په لوري د بهیر روان ساتلو لپاره د فلسطیني دولت د جوړېدو په پوښتنې باندې غور» کوي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره داسې مهال دا خبره کوي چې تر دې مخکې بریتانیا، ایرلنډ، مالټا، سلوانیا او هسپانیا هم د فلسطیني دولت د جوړېدو نظریه مطرح کړه.

سویډن، چې ډېر فلسطینیان په کې ژوند کوي، په ۲۰۱۴ کال کې لومړی هېواد شو فلسطیني دولت یې په رسمیت وپېژنده. شپږو نورو اروپاپي هېوادونو بلغاریا، قبرس، د چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او رومانیا هم د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG