د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې ځايي مخور د پولیو واکسین په اړه خلک پوهوي


د فراه په ځینو سیمو کې د نا امنیو له کبله د پولیو واکسین کمپاین له ستونزو سره مخامخ دی
د فراه په ځینو سیمو کې د نا امنیو له کبله د پولیو واکسین کمپاین له ستونزو سره مخامخ دی

د فراه روغتیايي چارواکي وايي چې د ځايي مخورو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته یې د پولیو واکسین عامه پوهاوی پیل کړی چې خلک وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د هغوی په وینا، لا تر اوسه هم د فراه په زیات شمېر ولسوالیو کې د پولیو واکسین کمپاینونه له ننګونو سره مخ دي او ګرځنده کمپاینونو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي، نو ځکه دوې اړ شول چې د ستونزو د حل په موخه ځایي مخورو څخه د عامه پوهاوي غوښتنه وکړي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق وايي دوی په یو شمېر ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د زیانونو او ګټو په اړه د دیني عالمانو او قومي مخورو په مرسته عامه پوهاوی پیل کړی دی.

هغه وویل: "موږ د پولیو واکسین عامه پوهاوي په څانګه کښې د عامه پوهاوي کمپاینونه هم پیل کړي، چې پکښې قومي مشران، دیني عالمان، مبغلین او سوپرویزران کار کوي."

نوموړي زیاته کړه، دوی خلکو ته د جوماتونو، او ناستو له لارې د واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکوي، تر څو خلک د واکسین په ګټو پوه شي.

د فراه ولایت مدني فعالین هم د پولیو واکسین عامه پوهاوي لپاره د رسنیو رول ډیر مهم بولي.

عبدالرحمن ژوندی، د فراه ولایت یو مدني فعال له سیمه اییزو چارواکو غواړي چې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین د عامه پوهاوي لپاره د رسنیو له لارې ځانګړې خپرونې جوړې کړي.

هغه وویل: "تر ټولو غوره دا ده چې رسنۍ د پولیو واکسین عامه پوهاوي په اړه خپرونې جوړې کړي، د پوه خلکو سره مرکې وکړي، ځکه رسنۍ اوس په هر کور کې اورېدل کیږي او لیدل کیږي، نو اوسنیو شرایطو کې د رسنیو اغیز پر ټولنه باندې ډیر زیات دی."

په همدې حال کې قومي مشران هم د ولسونو څخه غواړي چې پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق کړي او پر اړونده روغتیايي چارواکو هم غږ کوي چې د پولیو واکسین تطبیق لپاره با احساسه کسان وګماري.

قومي مخور عبدالخالق خان وايي: "اړونده چارواکي باید د واکسین په ټیمونو کې مسؤلیت پذیزه او با احساسه خلک وګماري، تر څو پر خپله دنده کې بې پروايي ونکړي، او په سمه توګه ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي."

طبي ډاکټران وايي، که ټولې کورنۍ هر ځل پر وخت خپل ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کړي، نو یو ځلي به په ټول هیواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ محوه شي.

XS
SM
MD
LG