د لاس رسي وړ اتصالات

ماشومان په کورنۍ حق لري چې روغتیا ته یې پاملرنه وشي- دیني عالمان


آرشیف
آرشیف

د فراه دیني عالمان نه یواځې پولیو واکسین حلال ګڼي، بلکه په خبره یې د اسلام له نظره هر ماشوم پر خپله کورنۍ حق لري چې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې یې واکسین کړي.

دیني عالم، ملا جمال الدین پدې هکله وايي، له کلونو راهیسې دیني عالمانو پولیو واکسین د اسلامي شریعت له اړخه حلال بللی، ځکه په پولیو واکسین کې ټول کارول شوي مواد حلال دي او په بریالیتوب سره د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوی کولای شي.

هغه وویل: "د ماشومانو له حقونو څخه یو حق دا دی چې کورنۍ یې روغتیا ته پاملرنه وکړي او واکسین یې کړي، نو څومره به ښه وي چې موږ خپل مسوولیتونه وپیژنو او د فلج ناروغي له خپل هیواد څخه ورکه کړو."

نوموړي زیاته کړه، موږ ټول دیني عالمان باید د ګوزڼ واکسین په اړه خلکو ته سم اسلامي معلومات ورکړو تر څو دوی د پولیو واکسین په ګټه پوه شي.

د فراه ولایت اوسېدونکي هم د دیني عالمانو د دې سپارښتنې هرکلی کوي، خو دا چې د ګوزڼ زیات شمېر پېښې په کلیوالي سیمو کې پېښیږي، نو په خبره یې اړینه ده چې د کلیو خلک هم هر ځل خپل ماشومان واکسین کړي.

د فراه یو اوسېدونکی بسم الله وايي: "مونږ خپله لیدلي، که چیرې یو ماشومان واکسین نشي، نو هغه بیا فلج کیږي، او د ټول عمر لپاره پر لاره نشي تللی. نو د لرې پرتو کلیو هیوادوالو څخه زموږ هم غوښتنه داده چې خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته یوسي او واکسین یې کړي".

د فراه مدني فعالین بیا له ښوونکو څخه هم غواړي چې په ټولګیو کې د پولیو واکسین په اړه زده کوونکو ته کره معلومات ورکړي.

احمد صادق مختاري چې د فراه یو مدني فعال دی په دې هکله وايي، که هر ښوونکی په ټولګي کې د پولیو واکسین په اړه د دیني عالمانو او ډاکټرانو د مثبتو سپارښتنو په اړه معلومات وړاندې کړي، نو دا به هم د واکسین په برخه کې د ټولنې پوهاوي لپاره مناسبه تمامه شي.

هغه وایي: "د مثال په توګه که په هر ټولګي کې څلویښتو زده کونکو ته د ښوونکي له خوا د پولیو واکسین په اړه معلومات ورکړل شي، او دا زده کوونکي بیا خپلو کورنیو او نږدې خپلوانو ته د ګوزڼ په اړه سم معلومات ورکړي، نو تر ډیره به خپله ولسونه د واکسین په ګټو پوه شي، او شته ستونزې به حل شي."

XS
SM
MD
LG