د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د بندیانو ډله یيز قبرونه


رپوټ وایی د (٥٠٠٠ ) او (١٣٠٠٠ ) زرو تنو ترمنځ بندیان وژل شویدي
رپوټ وایی د (٥٠٠٠ ) او (١٣٠٠٠ ) زرو تنو ترمنځ بندیان وژل شویدي

د بشری حقوقو مدافعین دا د جنگي جنایتونو او د بشریت په خلاف جنایتونو سره برابرگڼی. په یونوي رپوټ کې راغلي دي چې د دوه زره یولسم او دوه زره پنځلسم کلونو ترمنځ د (٥٠٠٠ ) او (١٣٠٠٠ ) زرو تنو ترمنځ بندیان وژل شویدي او هیڅ دلیل نشته چې دا ومنل شی، د دمشق نه بهر د (سعیدنیا) په زندان کې اعدامونه ودرول شویدي. د عفوي بین المللی مؤسسي وویل، گمان کیږي چې اکثره قربانیان ملکیان وواو د جمهوررئیس بشارالاسد د حکومت په خلاف وو.

د عفوي د بین المللی مؤسسي د څیړنۍ د مدیرمرستیاله (لین معلوف) نن د دوشنبی په ورځ په بیروت کې وویل، ددغو اعدامونو په ارتباط قانون لږغوندی په نظر کې نیول شوی یا هېڅ په نظرکې ندی نیول شوي. د عفوي د بین المللی مؤسسي د څیړنی دچارو د مدیر مرستیاله ( لین معلوف) وايی،

«دغه اعدامونه د شرمناکي محاکمي نه وروسته چې یوه یا دوه دقیقي يی دوام وکړ، سرته ورسول شول مگر دوي د لوړ رتبه چارواکو په اجازي سره دغه اعدامونه وکړل چې په دوي کې د سوریه ستر مفتي او همدغه رازد جمهوررئیس د بشارالاسد په وکالت د دفاع وزیرشامل دي. د اعدامونو هیآت موجود دی چې غړي غړي څارنه کوي او دا ممکن نده چې دغه غړه غړه کول د لوړ رتبه مقاماتو له اجازي نه په غیر وشی.»

د غه رپوټ د پخوانیو ساتونکو، بندیانو، قاضیانو او مدافع وکیلانو په شمول د څه باندی (٨٠) شاهدانو سره په مرکو بنا دی. د دوي په پیشنهادونو کې دا شامل دي چې د ملگروملتونو د امنیت شورا نه دې وغوښتل شي چې سوریه مستقلو څارونکو ته اجازه ورکړي چې د ټولو توقیف ځایونوپه باره کې تحقیق وکړي او په زندانونو کې د شرائطو څارنه وکړي.

د سوریه حکومت د عام قتلونو په باره کې هغه پخواني رپوټونه ردکړي وو چې د بشري حقوقو بین المللي ډلو يې اسناد برابر کړي وو. د سوریي د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ هغی غوښتنی ته چې په دغه رپوټ باندی يې د تبصري کولو لپاره ورنه کړی وه، ځواب ندی ویلی.

XS
SM
MD
LG