د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې د طالبانو په برید کې افغان سرتیرو مرگ ژوبله اوښتې


د هرات ولایت په "گلران او کوه زور" ولسوالیو کې د افغان ملي پوځ او سرحدي ځواکونو دوه امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې سقوط کړی دی.

د هرات یو محلي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د امریکا غږ ته ویلي چې تیره شپه د هرات په کوه زور ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې د ملي پوځ لس سرتیري وژل شوي او نهه نور طالبانو نیولي دي.

دغه افغان مقام همداشان ویلي چې د هرات ولایت په گلران ولسوالۍ کې هم د طالبانو او افغان پولیسو ترمنځ په جگړه کې دوه سرحدي پولیس وژل شوي، دوه نور ټپیان شوي او پنځه تنه پولیس طالبانو نیولي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم پدغو ولسوالیو کې جگړې تائید کړي او ویلي یې دي چې د کوه زور په ولسوالۍ کې د ملي پوځ څلور سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. هغه په جگړه کې د ١٥ تنو طالب جنگیالیو د وژل کیدو خبر هم ورکړ.

خو د هرات د والي ویاند د طالبانو له خوا د افغان سرتیرو نیول ندي تائید کړي او وایي د افغان ځواکونو د دوو پوستو د سقوط په اړه پلټنې روانې دي.

د هرات ولایت د ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي هم پدغو سیمو کې د نښتو خبر تائید کړ خو د مرگ ژوبلې په اړه یې څه ونه وویل.

طالبانو د هرات په ولایت کې د افغان امنیتي قواو پر پوستو باندې حمله تائید کړې ده.

دوه ورځې مخکې هم د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ په "چشمه" سیمه کې د طالبانو په یوې ورته حملې کې د ملي پوځ ١۴ سرتیري وژل شوي وو او ٢٠ تنه نور طالبانو نیولي وو.

XS
SM
MD
LG