د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نړۍ او سیمه بل جنګ نشي زغملی


د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه د اسرائیل په غوښتنې رابلل شوې وه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه د اسرائیل په غوښتنې رابلل شوې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش په اسرائیل د ایران بریدونو په هکله د امنیت شورا غونډې کې خبرداری ورکړ چې نړۍ او سیمه بله جګړه نشي برداشت کولی.

ښاغلي ګوتریش دا څرګندونې په اسرائیل د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو د بریدونو څخه وروسته وکړلې چې ایران ویلي په دمشق کې په قونسلګرۍ باندې د اسرائیل برید په ځواب کې یې کړي.

سره لدې چې اسرائیل ددې برید د کولو ادعا نده کړې او رد کړې یې هم ندي چې ایراني جنرالان هم پکې وژل شوي و.

ګوتریش د امنیت شورا په غونډې کې وویل، " منځني ختیځ په ژۍ ولاړ دی، نه سیمه او نه هم نړۍ د بل جنګ زغم لري".

د ملګرو ملتونو مشر همدارنګه په ټولو خواوو غږ وکړي چې د حد اکثر زغم څخه دې کار واخلي.

هغه په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې په رڼا کې وویل، " د سیمې خلک د بشپړې ورانوونکي جګړې د واقعي خطر سره مخ دي".

د اسرائیل پوځ ویلي چې د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو په بریدونو کې ۱۲ تنه ټپي شوي خو دا یې ندي ویلی چې ټپي شوي کسان عام خلک که د امنیتي ځواکونو غړي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د اسرائیل په غوښتنې رابلل شوې وه.

ښاغلي ګوتریش پدې غونډې په وینا کې نه یوازې په اسرائیل د ایران بلکې په دمشق کې یې د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیل برید هم وغانده.
د ملګرو ملتونو مشر وویل چې د ټولو هغه کړنو مخه باید ونیول شي چې په څو جبهو کې په منځني ختیځ کې د پراخو نظامي شخړو سبب کیږي.

انټونیو ګوتریش همدرانګه په سمدستي توګه په غزې کې د حماس – اسرائیل تر منځ د اوربند غوښتنه پداسې حال کې وکړله چې کارپوهانو خبرداری ورکړی ښایي قحطي راشي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي ګیلاد اردان د شورا څخه وغوښتل چې د ایران برید وغندي او پر ضد یې اقدام وکړي. هغه همدارنګه د شورا څخه وغوښتل چې په ایران "ټول بندیزونه چې امکان لري" ولګوي.

په عین حال کې بیا د ایران استازي امیر سعدی ایرواني وویل چې ایران په اسرائیل برید د خپل ځان د دفاع په خاطر کړی.

ښاغلي ایرواني زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نړیوالې سولې او امنیت ټینګولو کې پاتې راغلې.
هغه وړاندې وویل، " تهران د ځواب ویلو پرته بله چاره نه درلوده. ایران جګړه او د بحران ډیریدل نه غواړي خو هر ډول تیري او ګواښ ته به ځواب ووایي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG