د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: امریکا کې د فلسطین د ملاتړو مظاهره کوونکو سره د پولیسو په چلند اندېښمن یو


د تکزاس په پوهنتون کې پولیسو د فلسطینیانو په ملاتړد مظاهرې یو شمېر ګډون کوونکي نیولي.
د تکزاس په پوهنتون کې پولیسو د فلسطینیانو په ملاتړد مظاهرې یو شمېر ګډون کوونکي نیولي.

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوايي ۱۱) د امریکا په پوهنتونونو او کالجونو کې د فلسطین پلوو مظاهره چیانو د خپرولو لپاره د پولیسو د سختو اقداماتو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د ټکساز ایالت په اسټین کې، د د ټکساز په پوهنتون کې پولیسو له مظاهره چیانو سره په شخړه کې د هغوی د خپرولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز شیندلی. د بلوا ضد پولیسو همدارنګه د اعتراض کوونکو خیمې نړولي او یو شمیر یې نیولي دي.

د دې پیښې انځورونه د نړۍ په کچه لیدل شوي چې د ویتنام د جګړې ضد مظاهرو یاد یې تازه کړی دی. د فلسطينیانو په ملاتړ د مظاهرو په ترڅ کې په ټوله امريکا کې څه باندې ٣٥٠ تنه نيول شوي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ولکر ترک وویل: "زه اندیښمن یم چې په یو شمیر پوهنتونونو کې د قانون پلي کوونکو غیر متناسب اقدامات کړي دي."

هغه زیاته کړه چې د بیان ازادي او په سوله ایزه توګه د خلکو ټولېدل د یوې ټولنې لپاره بنسټیز حق دی، "په ځانګړې توګه کله چې د لویو مسئلو په اړه اختلاف موجود وي،" ځکه چې په اشغال شویو فلسطیني سیمو او اسرائیل کې د تاو تریخوالي په اړه اختلافات شته.

د فلسطینیانو په ملاتړ مظاهرو یو ځل بیا د بیان د ازادۍ او د یهودو ضد احساساتو د تورونو په اړه بحثونه پارولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر زیاته کړه: "د هویت یا نظریاتو پر بنسټ د تاوتریخوالي یا کرکې هڅول، که رښتیا وي یا تصور، باید په کلکه رد شي."

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم له دې وړاندې ویلي وو چې د مظاهره چیانو د بیان د ازادۍ له حق څخه ملاتړ کوي. خو سپینې ماڼۍ د یهودانو ضد او له کرکې ډکو څرګندونو سره مخالفت څرګند کړی دی.

په وروستیو میاشتو کې په امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه پیل شوي، خو په رسنیو کې یې په اړه ډېر راپورونه خپاره نه شول. د امريکا په تعليمي ادارو کې د محصلينو لاريونونه د لومړي ځل لپاره د نيويارک ښار له کولمبيا پوهنتون څخه پيل او په چټکۍ سره نورو پوهنتونونو ته وغځېدل.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د جګړې ضد مظاهره چیان "د یهودو ضد جنایتکارې" ډلې بللي او د هغوی د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

د نتنیاهو څرګندونو ته په غبرګون کې، د متحده ایالاتو سناتور برني سنډرز، چې پخپله یهود دی، ویلي چې د اسرائیل مشران هڅه کوي د غزې له جګړې څخه عامه ذهنیت په بله واړوي.

سنډرز د متحده ایالاتو عامه رادیو (ان پي ار) سره په مرکه کې وویل: "په دې بیانونو سره، نتنیاهو هڅه وکړه چې د [اسرائیل-حماس جګړې] له تریخ واقعیت او خپلو اعمالو څخه پام د یهودیت ضد خبرو ته واړوي."

دغه امریکايي سناتور همدارنګه له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي مرستو د بندېدو غږ کړی دی.

د اسرائیل او حماس تر منځ په جګړه کې چې له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې روانه ده، د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، شاوخوا ۳۵ زره فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

پر غزې د اسرائیل بریدونه وروسته له هغه پیل شول چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه د حماس اورپکو پر اسرائیل برید وکړ چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، پکې ۱۱۷۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG