د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو طالبانو له بند څخه د بشري حقونو د یو افغان فعال د خوشې کیدو غوښتنه کړې


د ښي لورې صدیق الله افغان او احمد فهیم عظیمي د بشري حقونو دوه فعالان
د ښي لورې صدیق الله افغان او احمد فهیم عظیمي د بشري حقونو دوه فعالان

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یو شمیر کارپوهانو د طالبانو له زندان څخه د بشري حقونو د یو افغان فعال احمد فهیم عظیمي د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

احمد فهیم عظیمي د بشري حقونو او د نجونو د زده کړو یو ملاتړی دی چې د ښه فکر د مرکز رئیس، د افغانستان د اوسیدونکو د ډیجیټل د ازمایښت په نوم د یوې ادارې مشري هم کوي. هغه په ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۷ د خپلو یو بل همکار صدیق الله افغان سره د طالبانو له خوا نیول شوی او په زندان کې اچول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ ( ثور درییم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بشري حقونو دغه ملاتړی په تیرو څو اونیو کې د جبري بې درکه کیدو سره مخ دی.

ددغې شورا کارپوهانو ویلي چې دوی د دغو دوو بشري حقونو د فعالانو د دوسیو په اړه په رسمي ډول د طالبانو سره خبرې کړي دي.

صدیق الله افغان د روان کال د اپرېل په نهمه نیټه له نږدې شپږو میاشتو بند څخه وروسته د طالبانو له خوا له زندان څخه خوشې شو. خو احمد فهیم عظیمي لا هم طالبانو سره بندي دی.

دغو کارپوهانو ویلي: "مونږ د طالبانو له چارواکو غوښتي دي چې ښاغلی عظیمي دې هم پرته له ځنډ څخه خوشې کړي. په زندان کې د هغه د ساتلو لپاره هیڅ توجیه نه لیدل کیږي."

همداشان دغو کارپوهانو د بشري حقونو د مدافعانو او ښوونې او روزنې د فعالانو د نیولو په تازه څپې باندې چې د طالبانو له خوا د خپل کار او د ښځو او نجونو د زده کړو څخه د دفاع په تړاو نیول شوي سخته اندیښنه ښودلې ده.

ددغو کارپوهانو د وینا پر اساس زده کړو ته لاس رسی یو اساسي حق دی ، د همدې له امله اړتیا ده، هغوی چې د زده کړو د حق د لاس رسي د پراختیا په برخه کې مبارزه کوي باید چې ملاتړ او ساتنه یې وشي، نه داچې د عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.

د ملګرو ملتونو ددغو کارپوهانو ددې غوښتنې دمخه د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د میاشتې په دوییم ( سلواغې ۱۳) ویلي و چې د طالبانو د نجونو د زده کړو دوه افغان فعالان د ۷۲ ورځو په بند کې د ساتلو وروسته د طالبانو د استخباراتو له خوا د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۷ محاکمه کړي او د څرخي پله زندان ته یې انتقال کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې پر دغو دوو فعالانو باندې د افغانستان څخه بهر د روباتیکو نجونو د ټیم په مرسته د ښځو د هڅولو او د طالبانو د حکومت پر خلاف د اعتراضونو د تنظیمولو د درواغو تورونه پورې شوي وو. دغه سازمان ویلي و چې دغو فعالانو او د هغوی د کورنیو غړو دا تورونه رد کړي دي.

طالبان تل په څیر ددغو دوو فعالانو د نیولو په اړه رسنیو ته هیڅ معلومات نه دي ورکړي.

ددې دمخه افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې ۲۲ ( سلواغې دوییم) په یو راپور کې ویلي و چې طالبانو د ښځو د حقونو فعالانو، بشري حقونو ملاتړو، خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی دی.

خو طالبانو د یوناما راپور رد کړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې یوناما په خپل راپور کې د شرعي احکامو د تطبیق اړوند مسایلو ته ځای ورکړی دی، چې هغه په باورد اسلامي احکامو په اړه ددغې ادارې د بې خبرۍ او حتی په ځینو برخو کې پرې د انتقاد په بڼه مطرح شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG