د لاس رسي وړ اتصالات

تېرو شپږو میاشتو کې هره ورځ‌ څه باندې نهه ملکي افغانان وژل شوي


یوناما وايي‌ملکي تلفات د تېر کال په پرتله یوه سلنه زیاته شوې ده
یوناما وايي‌ملکي تلفات د تېر کال په پرتله یوه سلنه زیاته شوې ده

یوناما په خپل تازه راپور کې وايي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې روان جنګونو کې ۵۱۲۲ ولسي‌ افغانان وژل شوي‌او ژوبل شوي‌دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی "یوناما " وايي چې په دغې مودې کې د ملکي تلفاتو کچه د تېرو لسو کلونو په پرتله زیاته شوې، خو د ټپیانو شمېر کم شوی دی.

د یوناما د پنجشنبې د ورځې(چنګاښ په ۲۴ مه) په خپور شوي‌ راپور کې راغلي دي ښيي چې د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د جون تر ۳۰ مې پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۱۲۲ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه راپور له مخې په افغانستان کې د روانو جګړو له امله په دغه موده کې ۱۶۹۲ کسان وژل شوي چې په دغه هیواد کې په تېرو لسو کلونو کې په ورته موده کې د ملکي وګړو د مړینې تر ټولو لوړه کچه ده.

راپور ښيي چې په دغه موده کې ۳۴۳۰ کسان د جګړو له امله ټپیان هم شوي.

که څه هم په تلفاتو کې په عمومي ډول د تېر کال په پرتله ۳ سلنه کموالی راغلی، خو د ملکي کسانو مړینه یوه سلنه زیاته شوې، چې دا له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې یوناما د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې ثبتونه پېل کړې تر ټولو لوړه کچه ښيي.

بل خوا د ملکي کسانو ټپي کېدل ۵ سلنه کمه شوې ده.

راپور ښيي چې د جګړو له امله په تېرو شپږ و میاشتو کې ۵۴۴ ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۵۷ ښځې وژل شوي او ۳۸۷ ټپیانې شوي دي.

په دغه موده کې ۱۳۵۵ ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې ۳۶۳ یې وژل شوي او ۹۹۲ یې زخمیان شوي دي.

د ښځو او ماشومانو دواړو مرګ ژوبله د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۱۵ سلنه کمه شوې.

یوناما په داسې حال کې چې پر ملکي مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې د جګړې پر ښکېلو اړخونو یې ږغ کړی چې د ملکي کسانو خوندیتوب ته جدي شي او یوه سوله ییز حل لارې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.

د جګړې ښکېل اړخونه

یوناما په دغه راپور کې د افغان حکومت وسله وال مخالفان په زیات شمیر د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مسول ګڼلي دي.

د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږ و میاشتو کې ملکي کسانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ۶۷ سلنه د افغان حکومت مخالفو وسله والو ته منسوب شوې، چې په دغه مرګ ژوبله کې ۵۲ سلنه یې د داعش ډلې، ۴۰ سلنه د وسله والو طالبانو ډلې او پاتې نور یې د نامعلومو دولت ضد عناصرو ته منسوب دي.

بل خوا د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي مرګ ژوبلې ۲۰ سلنه د دولت پلوه ځواکونو له خوا رامنځته شوې چې ۱۷ سلنه یې د افغان ځواکونو، ۲ سلنه په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو له خوا او یو سلنه هم د دولت د ملاتړو وسله والو ډلو له خوا رامنځته شوې.

په راپور کې راغلي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو هڅې دوام لري له همدې امله د افغان ځواکونو په ځمکنیو نښتو کې ۲۱ سلنه کموالی راغلی، خو بل خوا په هوايي بریدونو کې بیا د ملکي مرګ ژوبلې کچه زیاته شوې.

د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي مرګ ژوبلې ۱۰ سلنه د افغان دولت پلوه او دولت ضدو ډلو په ګډه جګړه کې رامنځته شوې، او د پاتې ۳ سلنې لاملونه د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستان د پوځ د توغنیدیو د ویشتلو په ګډون یو شمیر نور لاملونه ښودل شوي دي.

د کوچني اختر اوربند

د یوناما په راپور کې راغلي چې په کوچني اختر کې د تېرې جون میاشتې له ۱۵ څخه تر ۱۷ مې د افغان حکومت او طالبانو د ډلې تر منځ د اوربند پر مهال د ملکي تلفاتو کچه لا هم لوړه پاته وه، خو دغه راپور ښيي چې په ننګرهار کې د دوو ځانمرګو بریدونو پرته چې پړه یې داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه یوناما په ټول هېواد کې بل ځای مرګ ژوبله نه ده ثبت کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د یوناما مشر تادامچي یاماموتو وايي چې دغه لنډ اوربند وښوده چې کېدلای شي چې جګړهپای ته ورسیږي او عام ملکیان نور اړ نه وي چې د جګړو قرباني شي.

XS
SM
MD
LG