د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان ته ستنیدونکي افغان کډوال د چاودیدونکو توکو د ګواښ سره مخ دي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام (UNMAS) وايي چې هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي دغه هیواد ته د ستنیدلو او بیا میشتیدو پر مهال د ماینونو او چاودیدونکو توکو د ریښتیني ګواښ سره مخ دي.

دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۷( وري ۲۸) د ایکس په پاڼه په یو خپور شوي پیغام کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړیدو په اړتیا باندې ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام په دې پیغام کې ویلي: " له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیدونکي افغان کډوال د چاودیدونکو توکو د خطر سره مخ دي. د هغوی پر وړاندې ګواښونه ریښتیني او خطرناک دي".

د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام د ستنیدونکو ګډوالو د ستنیدلو او په خوندي توګه د هغوی د بیا میشتیدو لپاره د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونه څخه د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړیدو لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو پر وړاندې د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښونو په اړه دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې د سیمه ییزو رسنیو راپورونو له مخې پاکستان له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنولو دوییم پړاو په روانه اونۍ کې پیل کړی دی.

ملګرو ملتونو تمه ښودلې چې د جولای ترمیاشتې کیدای شي چې ۷۲۰ زره د اوسیدانې قانوني اسنادو نلرونکي کډوال او ۵۰ زره نور په پاکستان کې د (POR) په نوم کارت لرونکي کډوال افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت له خوا د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو د پروګرام د پیلیدو راهیسې تراوسه ۵۴۷ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

افغانستان کې د ماینونو ګواښ

افغانستان کې د تیرو څلورو نیمو لسیزو جګړو له امله نه یوازې په دغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د ځمکنیو ماینونو څخه کار اخیستل شوی، بلکې په مختلفو پړاونو کې پخپله د دغو ځواکونو پر وړاندې د جنګیدونکو وسله والو ډلو له خوا هم د دغو ځواکونو پر وړاندې د ماینونو څخه کار اخیستل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د یو راپور له مخې افغانستان په نړۍ کې په ماینونو او ناچاودو توکو یو ترټولو ډیر ککړ هیواد دی، چې د ۴۰۱ ولسوالیو څخه له درییو څخه دوه برخې یې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي.

د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل د میاشتې په سر کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې (Save the Children) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ کسان چې اکثره یې ماشومان دي، د ماینونو او ناچادو توکو په چاودونو کې مړه او یا ټپیان کیږي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د اپریل څلورم (وري ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تیرو څو لسیزو جګړو کې د ځمکې لاندې ماینونو په چاودنو کې تر ۴۵ زرو پورې افغانان مړه اویا ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې د ماین پاکونې د ټیمونو د هڅو په پایله کې تراوسه په افغانستان کې د ۳۰ زرو کیلومترو مربع څخه له زیاتې ځمکې ماینونه او ناچاودې توکي پاک شوي دي، خو لا هم ماینونه او ناچاودې توکي په دغه هیواد کې د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښوي.

د ملګرو ملتونو ویلي چې د نورو ولایتونو پرتله د ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ، او سمنګان ولایتونو کې خلک ډیر د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښ سره مخ دي.

په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د پیل سره هممهاله ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماین پاکو کار پیل کړ، خو اوس لا په دغه هیواد کې ډیرې سیمې په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې دي.

په افغانستان کې اوس مهال د ماین پاکولو پنځه داخلي ادارې او دوه بهرنۍ ادارې فعالیت کوي. د ماین پاکۍ د موسسو مسوولین وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ماین پاکۍ پروګرام سره نړیوالې مرستې کمې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG