د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: له ایران سره جګړه او د بحران زیاتېدل نه غواړو


د سپينې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپينې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي

په اسرائيل باندې د ایران د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو له بریدونو وروسته، نن یکشنبه د سپينې ماڼۍ یو لوړ پوړي مقام وویل چې متحده ایالتونه په منځني ختیځ کې د شخړې زیاتېدل نه غواړي.

د سپينې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي د امریکا ان بي سي تلویزیون ته وویل: «موږ نه غواړو چې د دې شخړې زیاتېدل ووینو... موږ له ایران سره د جګړې پراختیا نه غواړو.»

اسرائیل د ایران له بریدونو وروسته د یکشنبې په ورځ د تیارسی په حال کې و. ایران په لومړي ځل په اسرائیل باندی لوی او پراخ بریدونه وکړل. تهران وايي دا بریدونه یې په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ باندې د برید غچ و، چې د سپاه پاسدران د دوو جنرالانو په ګډون ۱۲ تنه په کې ووژل شول. ایران وايي دا برید اسرائیل کړی و، خو اسرائيل لا څه نه دي ویلي.

اسرائيل وایي د ایران د بې پيلوټه الوتکو او توغندو د بریدنو ۹۹ سلنه یې په هوا کې خنثی کړي دي. امریکایي چارواکي‌ وايي چې دوی په دې برخه کې له اسرائیل سره مرسته کړې ده.

جاني کربي زیاته کړه چې دوی په سیمه کې د مېشتو امریکايي ځواکونو په اړه د ایران ګواښونو ته متوجه دي. تېره ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له اسرائیل څخه په خپلې «فولادي ژمنې» بیا ټنېګار وکړ.

نوموړي ویلي دي چې نن یکشنبه به د جي-۷ هېوادونو مشران به راوبولي چې «د ایران د کستاخانه برید په اړه یو واحد دپلوماتیک غبرګون» هماهنګ کړي. د دغې ډلې مشران به د ویدیو کنفرانس له لارې په دې اړه خپل دریځ څرګند کړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي دي‌ که اسرائیل د تهران له بریدونو ورسته کوم «بې باکانه» اقدام وکړ، د ایران ځواب به لا سخت وي.

تر دې مخکې ایراني مقاماتو امریکا ته ویلي‌ وو چې د ایران او اسرائیل ترمنځ له شخړې څخه ځان لېرې وساتي. په ملګرو ملتونو کې د ایران نمایندګي د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي چې دا شخړه د ایران او اسرائيل ترمنځ دی او واشنګنټن باید په کې دخېل نه شي.

امریکا د اسرائيل کلکه ملاتړې ده او وايي چې لا ایران په کوم امریکايي مرکز او یا پوځ باندې برید نه دی کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG