د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او د سیمې امنیت؛ دوحې او اسلام اباد ته د یو لوړ پوړي امریکايي دپلومات سفر


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه وزارت سیاسي معینیت سرپرست جان باس به سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې قطر او پاکستان کې ددغو هیوادونو د چارواکو سره د دواړخیزو اړیکو اړوند مسلو په سر د خبرو ترڅنګ د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه هم خبرې وکړي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ اپریل ۲۶ (ثور اووم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، جان بس به د اپریل له ۲۶ تر ۳۰ پورې قطر او پاکستان ته سفر وکړي.

پخپله جان باس د جمعې په ورځ اپریل ۲۶ (ثور اووم) د ایکس په پاڼه سیمې ته د خپل سفر خبر ور کړی :" زه د قطري او پاکستاني چارواکو سره د دواخیزو اړیکو او زمونږ د ګډو سیمه ییزوامنیتي ګټو په سر د خبرو لپاره دوحې او اسلام اباد ته روان یم".

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې جان باس به د قطر په پایتخت دوحه کې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د لیدو کاتو سربیره د یو شمیر نورو هیوادونو د دپلوماتیکي ماموریتونود استازو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.

په دغه خبر پاڼه کې ویل شوي چې جان بس به اسلام‌اباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره د امریکا د متحده‌ایالاتو او پاکستان او هم په یو لړ سیمه ییزواو دوه اړخیزو مسایلو په تړاو خبري وکړي.

جان باس د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه په افغانستان کې هم د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر په توګه کار کړی دی.

اسلام اباد ته د جان باس ددغه سفر دمخه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کې د مدیریت او سرچینو د چارو مرستیال ریچارډ ورما هم د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په دوییمه اونۍ کې پاکستان ته په سفر تللی وو..

ریچارډ ورما د پاکستاني چارواکو سره د کتنې سربیره د نړیوالو سازمانونو او له هم نظرو شریکانو سره هم کتلي وو او د هغو افغانانو څخه د ملاتړ په اړه یې چې د امریکا متحده ایالاتو او یا د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت په استازیتوب یې په افغانستان کې کار کړی د امریکا په ژمنو ټینګار کړی وو.

د ریچارډ ورما د سفر په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي وو: "د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ورما د زیانمنوونکو وګړو او په شرایطو برابرو افغانانو د بیا میشتیدو په اړه زمونږ د ګډې علاقې په اړه خبرې کړي دي".

د افغان کډوالو د بیا مشتیدو د اړوند مسلو په سر د خبرو لپاره اسلام اباد ته ددغه لوړپوړي امریکايي چارواکي د سفر دمخه د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر څلورم (لیندۍ ۱۳) هم یو امریکايي پلاوي د پاکستاني چارواکو سره د زیانمنوونکو افغان کډوالو او په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا میشتیدو د بهیر په اړه خبرې کړې وې.

د وګړو او کډوالوپه چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې جولیټا والزنویس په مشرۍ یو پلاوي اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د غیر دولتي ادارو او نړیوالو سازمانونو د استازو سره هم د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG