د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې نجلیتوب 'جرم' ګڼل کیږي


د بښني نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه مخ په زیاتېدو دي، چې هدف یې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو بشپړ لرې کول دي.
د بښني نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه مخ په زیاتېدو دي، چې هدف یې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو بشپړ لرې کول دي.

د بخښني نړیوال سازمان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې چې نن چهار شنبې، اپریل ۲۴( غوايي پنځمه) خپور شو، وایي چې طالبانو په افغانستان کې پر نجونو او میرمنو د پام وړ محدودیتونه وضع کړي چې ظاهرا موخه یې د ژوند له ټولو چارو د هغوی حذف کول دي.

د بښني د نړیوال سازمان په دې راپور کې چې د نړۍ په ۱۵۵ هیوادونو کې د بشري حقونو وضعیت ارزول شوی، ویل شوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې "ښځه یا نجلیتوب عملاً جرم دی."

په دغه ۴۱۸ مخیز راپور کې چې یوه برخه یې د افغانستان په تړاو ده، ویل شوي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه مخ په زیاتېدو دي، چې هدف یې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو بشپړ لرې کول دي.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د جنډر یا د جنسیت پر بنسټ د ښځو د ځورولو په اړه نړیوالې غوښتنې شته چې دغه کړنې دې د "بشریت ضد جنایت" په توګه دې وڅېړل شي. په دغه راپور کې پر ښځو د محدودیتونو لګول، په خپلسر نیول او توقیف کول، شکنجه او نور ناوړه چال چلند "د بشریت ضد جرمونو" سره برابر ګڼل شوي دي.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د څو ادارو په حواله په افغانستان کې د کم عمره نجونو د اجباري ودونو د زیاتوالي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د کورنۍ تاوتریخوالي ته هم اشاره شوې، چې د دغه راپور له مخې د خپګان او رواني ستونزو د پېښو د زیاتوالي او هان د افغان ښځو او نجونو د ځان وژنې لامل شوی دی.

قومي او مذهبي لږکۍ

د بخښنې نړیوال سازمان پدغه راپور کې همدارنګ ویل شوي، چې په افغانستان کې غیر پښتون توکمونه لکه هزاره، اوزبیک، بلوچ، ترکمن او تاجیک د طالبانو له خوا څنډې ته شوي او د بشري حقونو دغه سازمان له افغانستان څخه د غیر پښتون توکمونو د جبري شړلو قضیې مستند کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د موندنو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دیني او مذهبي ازادي د پخوا په پرتله ډیر محدوده شوې او دغه مذهبي ډلې تر ډېره برید څنډې ته شوې دي.

د بخښني د نړیوال سازمان راپور همدارنګه زیاتوی:" د شعیه ګانو، سیکهانو، هندوانو، عیسیویانو او اسماعیله وو په ګډون مذهبي اقلیتونه او لږکۍ له ګوښه کیدو، تعصب او تبغیض سره مخ دي او په مذهبي غونډو او مراسمو محدودیتونه وضع شوي او دلیل یې امنیتي ملحوظات ښودل شوي دي. "

په دې راپور کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د شخړو او جګړو یادونه شوې او ویل شوي چې کوچیانو "د هزاره ګانو په وهلو سربېره د نقلیه واسطو ،کورونو او کرنیزو محصولاتو په ګډون د هغوی ملکیتونه هم ویجاړې کړي دي. "

د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو شکنجه او د جنسي تېریو په ګډون نور ناوړه چال چلند په پراخه کچه تر سره کېږي. همدارنګه، د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بندیانو اعدام، سنګسار او په عام محضر کې د وهلو ټکولو ته په افغانستان کې د بشري حقونو د نورو سرغړونو په توګه اشاره کړې ده.

د بیان ازادي

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ فضا ډېره محدوده شوې ده. دغه بنسټ د هغو خبریالانو نیول او ځورولو ته اشاره کړې ده چې د طالبانو په اړه یې انتقادي رپوټونه خپاره کړي دي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالان له تاوتریخوالي، ګواښ او تعقیب سره مخ دي او پدې لړ کې ډېری یې په خپلسر نیول شوي او ورک شوي دي.

د بشري حقونو دغه سازمان ویلي چې د طالبانو سخت دریځ او په افغانستان کې له بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر افغانان له هېواده وتښتي.

د بخښنې نړیوال سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې د بشري حقونو د عالي شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت ترڅنګ په افغانستان کې د جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو په اړه د معلوماتو د راټولولو او مستند کولو لپاره یو تګلاره جوړ کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه تر اوسه د طالبانو حکومت غبرګون نه دی ښودلی، خو دغه ډله تل دا ډول نړیوال راپورونه پروپاګند بللي او ویلي دي چې په حقایقو ولاړ ندي.

پدې لړ کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور تر خپرېدو وروسته چې د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو د سرغړونو ورته پېښې په کې ګوته شوي، ویلي، چې د لویديځ او افغانستان د بشري حقونو ارزښتونه توپیر لري او لویدیځ هیوادونه دي پر افغانانو خپل فرهنګ نه تحمیلوي.

مجاهد د سه شنبې په ورځ، اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له ملي راډيو سره په مرکه کې وويل، هغه څه چې په امريکا او لويديځو هېوادونو کې د بشري حقونو د ارزښتونو په توګه تعريفېږي، ښايي په افغانستان کې هغه ډول تعريف نه شي. هغه وويل، لويديځ هېوادونه بايد خپل کلتور پر افغانانو تحمیل نه کړي او د ده په وينا، د افغانستان خلک مسلمانان دي او حقوق يې د اسلامي شريعت له مخې ټاکل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان کلنی راپور په ایران کې د بشري حقونو په پراخه سرغړونو او همدارنګه د اوکراین او غزې په جګړو هم تمرکز شوی دی. دغه سازمان نړیوال همدارنګه نړیوال قوانین د "نابودۍ" په حال کې ګڼلې او د نړۍ ستر قدرتونه یې د نړیوالو قوانینو په تر پښو لاندې کولو تورن کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG