د لاس رسي وړ اتصالات

ویتنام یوه سوداګره د میلیاردونو ډالرو غبن په تور په اعدام محکومه کړه


ترونګ مای لان په محکمه کې
ترونګ مای لان په محکمه کې

د ویتنام یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۳) د املاکو یوه سوداګره د میلیاردونو ډالرو د غبن په قضیه کې په اعدام محکومه کړه.

ترونګ مای لان ته د مرګ سزا د جنوبي ویتنام د هوچي مین ښار محکمې واوروله.

پر دغې ۶۷ کلنې سوداګرې تور و چې د خپل مالي شرکت له لارې یې له بانک څخه په چل او فریب شاوخوا ۱۲ میلیارد ډالر ایستلي او چارواکو ته یې رشوت ورکړی دی.

دا د ویتنام په تاریخ کې تر ټولو لویه مالي درغلي بلل شوې ده.

ویتنام د فساد د مخنیوي د پراخ کمپاین په ترڅ کې هغه د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې ونیوله.

ددغه کمپاین په ترڅ د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په اړه پوښتنې شوي او پخواني ولسمشر وو وان تونګ د مارچ په میاشت کې له همدې کبله استعفا ورکړه.

د ترونګ مای لان محاکمې د ویتنام خلک حیران کړي دي. د هغې په مشرۍ د "وان تین فټ" شرکت په ویتنام کې د املاکو یو له سترو شرکتونو څخه وو چې مجلل استوګنځي، د دفترونو ودانۍ، هوټلونه او مارکېټونه یې پلورل او پیرودل.

شنونکو وویل چې دغې قضیې پوښتنې راپورته کړي چې ایا نور بانکونه او سوداګرۍ هم په ورته غبن کې لاس لري چې د ویتنام اقتصاد ته یې تاوان پیښ کړی او بهرني پانګوال یې په داسې حال کې وېرولي چې ویتنام هڅه کوي بهرنۍ پانګونه جلب کړي او ځان پر چین باندې له تکیې کولو څخه خلاص کړي.

په ویتنام کې د املاکو سکتور په ځانګړي ډول سخت ځپل شوی دی. په ۲۰۲۳ کې شاوخوا ۱۳۰۰ د املاکو شرکتونه له بازار څخه وتلي، او د ودانیو جوړوونکي شرکتونه د پیرودونکو د جلبولو دپاره هغوی ته د زیات تخفیف او سرو زرو د سوغاتونو وړاندیز کوي. ددغه هېواد په ستر سوداګریز ښار هو چي مین کې د پلورنځیو کرایې دریمه برخه راټیټې شوې او د دولتي رسنیو په وینا، د ښار ډیری پلورنځي خالي شوي دي.

د نومبر په میاشت کې، د ویتنام لوړپوړي سیاستوال، د کمونست ګوند عمومي منشي نګوین فو ترونګ وویل چې د فساد ضد مبارزه به "د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG