د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اف پي: افغانستان کې د بودیجې له کمښت سره مخ یو


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه هیواد ناسم اقتصادي وضعیت او د خوړو د نه خونديتوب لوړې کچې ته په کتنې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت سره مخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲( ثور درییم) په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان له هرو دریو تنو څخه یو یې (هیواد د نفوس ۳۶ فیصده) په روان ۲۰۲۴ کال کې په ډیره لوړه کچه د خوړو نه خوندیوب سره مخ وو.

د ملګرو ملتونو ددغه پروګرام د وینا پر اساس افغانستان د لسیزو راهیسې په جګړو کې ښکیل و او ددغه هیواد نیمايي وګړي واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو دمخه لوږې سره لاس او ګریوان ,و، چې د اقلیم د بدلون اغیزو ددغه هیواد اړتیاوې نورې هم زیاتې کړي او وضعیت لا خراب شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د "زده کړو او د کور بهر د امن فضا" په ګډون ښځې او نجونې د خپلو ازادیو څخه محرومول په افغانستان کې د شاته تګ یو اقدام ګڼلی چې طالبانو کړی دی.

همداشان د خوړو نړیوال پروګرام له پاکستان څخه ۵۳۰ زره افغان کډوالو ستنیدلو یادونه کړې او ویلي دي چې دغه بهیر پر افغانستان باندې یو بل اضافي فشار راوستی او بشري اړتیاو د زیاتیدو سبب شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنیدلو په دوییم پړاوکې به د ستنیدونکو کډوالو شمیر نور هم زیات شي چې دا کار به د مرستې رسونې لومړیتوبونو ته هم زیان ورسوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې پورې له ۳۱۳ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو او ۳۵۰ زره نورو کډوالو سره په ستنو شویو سیمو کې مرستې شوي دي."

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د ملګروملتونو د بشردوستانه غبرګون د وړاندیز په اساس په روان ۲۰۲۴ کال کې افغانانو ته د خوړو د مرستو برابرول لا هم ددغې ټولنې په لومړیتوبونو کې دي.

په دې وړاندیز کې ۲۳.۷ میلیون افغانانو ته د مرستو برابرول په لومړیتوب کې دي، خو ۱۷.۳ میلیونو ته د مرستو برابرول په پام کې نیول شوي دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د خپلو پروګرامونو د پرمختګ لپاره ۱.۹۸ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري، ترڅو په افغانستان کې په بیړني ډول خواړه، تغذیه او د معیشت په برخو کې اړو کسانو ته مرستې برابرې کړای شي.

خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د شپږو میاشتو په موده کې( اپریل تر سپټمبر پورې) د ۵۹۰ میلیونو ډالرو د بودیجې د کمښت سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان کې مرستو ته د ټولو اړو کسانو له ډلې اوه میلیونه یې تر ټولو زیات زیانمنوونکي کسان دي چې په فوري ډول مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې یې شاوخوا ۳۵ زره ټنه خوراکي توکي او ۱۸.۷ میلیونه نغد ډالر له ۷.۶ میلیونو څخه زیاتو کسانو باندې ویشلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG