د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک د افغان میرمنو د مالي پیاوړتیا لپاره د ۱۶ میلیونو ډالرو مرسته کوي


نړیوال بانګ
نړیوال بانګ

نړیوال بانک وايي چې دغه بانک د افغان میرمنو په مشرۍ د کوچنیو شرکتونو او کسبونو ته د مالي ملاتړ د برابرولو لپاره د افغانستان د مقاومت راوړلو امانتي صندوق (ARTF) له لارې ۱۶ میلیونو ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

دغه بانک د چهارشنبې په ورځ ناوخته اپریل درییم (وري ۱۵) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مرسته د کوچنیو پانګونو او شرکتونو د مقاومت راوړلو او ودې لپاره د (EMERGe) پروژې له لارې ترسره کیږي.

د نړیوال بانک د معلوماتو پر اساس ددغې پروژې لپاره دا ځانګړې شوې پیسې به مخامخ په امریکا کې د اغا خان بنسټ ته ورکړل شي.

نړیوال بانک ویلي چې دا پروژه به په افغانستان کې د کوچنیو پورونو فعالو چمتو کوونکو سره چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته یې د ناسمو اقتصادي شرایطو له امله زاړه پورونه بیرته نه دي ترلاسه کړي مرسته وکړي.

د نړیوال بانک د دغې اعلامیې له مخې دا پروژه به د کوچنیو مالي تامینوونکو سره د نغدو پیسو په زیاتیدو کې هم مرسته وکړي ترڅو هغوی وکړای شي چې کوچنیو شرکتونو ته نوې مالي منابع چمتو کړای شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "همداشان دا پروژه به د کوچنیو پورونو برابرونکو ته تخنیکي ملاتړ برابر کړي ترڅو د کوچنیو پورونو سکټور پیاوړی شي، د کاروبار د بهیر ډیجټلي کیدل او د هغو کارکوونکو روزل هم چې شامل دي چې ښځو لپاره د پورونو د ورکولو لپاره ځانګړي شوي دي".

افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې ملیندا ګوډ ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د کوچنیو مالي تامین کوونکو ته د ملاتړ برابرول په دغه هیواد کې شتمنۍ ته د لاس رسي پیاوړي کیدل په ځانګړي ډول د ښځو لپاره ددغه بانک پر وړاندې په څو محدودو د اجرا وړ وړاندیزونو کې شامل وو.

ملیندا ګوډ ویلي: " ددې پروژې هدف په افغانستان کې د کوچنیو مالي برخې پیاوړي کیدل دي، ترڅو د کوچنیو کسبونو خاوندان او د ښځو تر مشرۍ لاندې کسبونو خاوندانې په دې وتوانیږي چې د خپلې اړتیا وړمالي اعتبار د خپلو کسبونو د بیا رغونې، د خپل ژوند د بیرته پیلیدو او د خصوصي سکټور د بیا احیا لپاره ورته لاس رسی ولري".

دا پروژه به د کار او کسب د پراختیا لپاره خدمتونه هم وړاندې کړي. نړیوال بانک ویلي چې د ښځو تر مشرۍ لاندې د شرکتونو د زنځیري شبکې رامنځ ته کول به د غیر رسمي سپما ډلې په رسمي اعتباري کانالونو باندې په بدلولو کې مرسته وکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " همداشان د دې پروژې له لارې به یو اعتباري صندوق رامنځ ته شي چې په امریکا کې د اغاخان د بنسټ له خوا به په افغانستان کې عملي کیږي. اعتباري صندوق د شرایطو سره برابر کوچني اومتوسط شرکتونه چې د کسب او کار د پراختیا د خدمتونو څخه یې ګټه پورته کړې ورسره به رسمي مالي کانالونو ته د لاس رسي پیدا کیدو کې مرسته وکړي".

نړیوال بانک ددغې پروژې د لید لورې هدف د پایښت لرونکي معیشت لپاره د اقداماتو په ځانګړي ډول د ښځو څخه ملاتړ ښودلی او ویلي دي چې په افغانستان کې په مالي سکټور کې د ښځو ګډون تل یو ګواښ وو، لکه چې د هرو لسو لوړ عمر لرونکو له ډلې نهه تنه یې له مالي سیستم څخه حذف شوي دي او دا په دې معنی دی چې هغوی هیڅ بانکي حساب یا اعتباریا پورونو ته لاس رسی نلري.

نړیوال بانک ویلي:" یوازې پنځه فیصده افغان میرمنې په یو ډول بانکي مالي حسابونه لري، په داسې حال کې چې دا شمیر په سړیو کې ۱۰ فیصده دی. دا د ښځو د اقتصادي پیاوړي کیدو او په اقتصادي فعالیتونو کې د هغوی پر وړاندې یو لوی خنډ دی".

ټاکل شوې چې دا پروژه په ۱۵ ولایتونو بدخشان، بغلان، بلخ، بامیان، دایکنډي، فاریاب، هرات، جوزجان، کابل، کندز، ننگرهار، پروان، سمنگان، سرپل او تخار کې چې د اغا خان بنسټ په کې فعالیت لري تطبیق شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG