د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د افغانانو په اعدامولو د افغان حکومت اعتراض


د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني
د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامولو د لړۍ د بندلو لپاره د ایران حکومت سره خبرې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اصفهان کې د څلورو افغان زندانیانو د اعدامولو وروسته په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې ددغو اعدامونو په سر یي خپل اعتراض ایران ته وړاندې کړی او له ایران نه یي غوښتي دي چې د اعدامونو په اړوند له یوې شفافې پروسې نه کار واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویانداحمد شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی د ایران له حکومت غوښتي، ترڅو پداسې مواردو کې په تهران کې د افغانستان سفارت په جریان کې واچوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل :

‪"‬د اعدامونو په تړاوو باید شفافیت موجود وي، مونږ ته په تهران کې د افغانستان سفارت ته باید مخکې له مخکې اطلاع ورکړل شي، نه دا چې مونږ له اعدام وروسته خبر شو.‪"‬

شیکیب مستغني وویل چې دوی له ایران دا هم غوښتي چې د هغو افغان زندانیانو چې په اعدام محکوم دي، سزا ابدي حبس ته راټیټه کړي او د زندانیانو قونسلي حقوقو ته د لاس رسي زمینه برابره کړي.

احمد شکیب مستغني وویل :

‪"‬باید افغان زندانیانو ته د قونسلي حقوقي لپاره په تهران کې اجازه ورکړل شي، او دا ډول په تهران کې مقیم د افغانستان سفارت او جنرل قونسلګريو ته هم ته اجازه ورکړي چې زندانیانو ته قونسلي خدمات عرضه کړي.‪"‬

ملا معتصم اغاجان

د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورنه چې ګواکې ملا معتصم اغاجان د شنبې په ماښام له دوبۍ کابل ته تللی، نه تائید او نه هم رد کړل خو ددغه وزارت ویاند وویل، که ملا معتصم اغاجان و غواړي هر کله افغانستان ته تللی او راتللی شي.

ویاند احمد شکیب مستغني وویل، په عربي متحده اماراتو کې په ملا معتصم اغاجان د اماراتو د حکومت له خوا لګېدلي محدودیتونه هم لرې شوي دي، خو په ډاګه یې نه کړه چې اوس ملا معتصم اغاجان چېرې دی.

شکیب مستغني وویل :

‪"‬هغه محدودیتونه چې په هغه لګېدلي وو، لرې شوي دي، که وغواړي افغانستان ته راتلی او تلی شي او په اماراتو کې هم اوسېدای شي.‪"‬

رسنیو راپور ورکړی وو چې ملا معتصم اغاجان له دوبۍ کابل ته راغلی او دلته میشت شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ملا معتصم اغاجان په تړاوو مسائل د سولې د عالي شورا کار بولي.

د سولې عالي شورا یوه غړي تېره ورځ امریکا غږ ته ویلي وو چې ملا معتصم اغاجان په کابل کې نشته دی.

ملا معتصم اغاجان له افغان دولت سره د سولې او مذاکرې لړۍ پيل کړې وه او په دوبۍ کې یې د سولې د دوهم پړاو خبرو لپاره لاره هواروله چې د متحده عربي اماراتو د امنیتي ارګانونو له خوا په کور کې نظربند شو اوبیا وروسته د افغان حکومت په غوښتنه ازاد شو.
XS
SM
MD
LG