د لاس رسي وړ اتصالات

حبیب الرحمن حکمتیار: د سولې خبرې په ټپه درېدلي


ځوان حکمتیار وايي د فعالیت لپاره له پاکستاني چارواکو اجازه اخلي
ځوان حکمتیار وايي د فعالیت لپاره له پاکستاني چارواکو اجازه اخلي

د ګلبدین حکمتیار کشر زوی وايي محمد اشرف غني یې له پلار سره لیکلې ژمنې کړي وې خو پوره یې نکړې.

حبیب الرحمن حکمتیار٬ د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کشر زوی٬ وايي د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په مهال دواړو سیالو کاندیدانو - محمد اشرف غني او داکټر عبدالله - د حزب اسلامي د پلویانو د رايو اخیستلو ډیره لیوالتیا لرله.

پیښور-میشی ځوان حکمتیار وايي ښاغلي غني و ګلبدین حکمتیار ته یو لیک لیږلی وو او له اسلامي ګوند سره یې پر ګڼو مسایلو هوکړه کړې وه.

له اکمل داوي سره په مرکه کې ښاغلي حکمتیار وویل پدې نه پوهیږي چې پلار یې چیرې اوسیږي خو د لیک له لارې ورسره په اړیکه کې دی.

په مرکه کې حکمتیار دا هم وویل چې آن د ټولو نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته هم ښايي په افغانستان کې وسله واله جګړه دوام ومومي.

بشپړه مرکه دلته واورئ او که پرې نظر لرئ زموږ د فیسبوک پر پاڼه یې راته ولیکئ. پر فیسبوک مو پته ده: https://www.facebook.com/voapashto

please wait

No media source currently available

0:00 0:18:25 0:00

XS
SM
MD
LG