د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په اپتا کې د هند د گډون غوښتنه رد کړه


افغان سوداګر کابل ته د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر ورتګ مهم ګڼي، وايي، ښاييد سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو کې دغه سفر مرسته وکړي.
افغان سوداګر کابل ته د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر ورتګ مهم ګڼي، وايي، ښاييد سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو کې دغه سفر مرسته وکړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر وايي، پاکستان د اپټا په تړون کې د هند شاملېدو ته لیواله دی، خو لومړی باید د پاکستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې چې اوس عادي ندي او مړې دي، باید فعالې او عادي شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر چې تېره ورځ افغانستان ته تللی هلته یې نن د پاکستاني تولیداتو د نندارتون د پرانستې په مهال افغان رسنیو ته ویلي، که د هند او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړېکې عادې شوې نو بیا به هند ته د افغان سوداګرۍ دروازې پرانستل شي.

د پاکستان دغه وزیر چې په پاکستان کې د مسلم لیګ ن د ګوند له بانفوذه وزیرانو ګڼل کیږي، په څرګنده د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي تړون یا اپټا کې د هند په شاملېدو ډېر څه و نه ویل، خو د شرط په ډول یې د هند او پاکستان د سوداګریزو اړېکو یاده وکړه، هغه وویل ‪"‬د هند او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړېکې له کلونو راهېسې مړې دي.‪"‬

تېره ورځ د افغانستان حکومت په اپټا کې د هند د شاملېدو هرکلی وکړ، د سوداګرۍ وزارت خو لا وویل چې وړمه ورځ دغه وزارت ته د هند لیک سپارل شوی دی، خو بل لورته نن بیا د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ د ټرانزیټي تړون د پاې ته رسېدو یاده هم وکړه وې ویل که ددغو درېیو هیوادونو ترمنځ ټرانزیټي تړون بشپړ شي، نو زیات امکانات به دغو هیوادونو ته برابر کړي.

د پاکستان د سواګرۍ وزیر خرم دستګیر وویل‪"‬ تمه لرو افغانستان او پاکستان په ګډه مرکزي اسیا ته ورسیږي، د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ د ټرانزیټي تړون په بشپړېدو نورې سوداګریزې اسانتیاووې به هم رامنځته شي.‪"‬

افغان سوداګر افغانستان ته د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر ورتګ مهم ګڼي، وايي، ښايي لاسته راوړنې ولري.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر بیا وویل له ولسمشر غني او د اقتصادي شورا د مشر عمر زاخېلوال سره له کتنې وروسته د سوداګریزو ستونزو په سر د اقداماتو نه خبرتیا خپره کړي.

خو پاکستان وزیر په چمن او تورخم کې د بندري تاسیساتو د جوړولو یادونه هم وکړه.

هغه وویل ‪"‬پاکستان به سږ کال په تورخم او چمن کې د بندرونو د تاسیساتو په جوړولو پيل وکړي، دا به د یوویشتمې پیړۍ تاسیسات وي، په معلوماتي ټکنالوجۍ به بسیا وي، دا به د مالونو او خلکو حرکت ته اسانتیاووې رامنځته کړي، د غلام خان بندر په دوهمه مرحله کې دی.‪"‬

افغان سوداګر بیا وايي، دوی تمه لري، هغه ستونزې چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو په مخ کې پرتې دي، اوارې شي. د افغانستان د سوداګرۍ د وزارت سرپرست وايي، تمه لري، دا سفر په دوه اړخیزه سوداګري مثبت تاثیر ولري.

د سوداګرۍ د وزارت سرپرست وویل ‪"‬زمونږ تمه دا ده، چې پنځه نوي په سلو کې زمونږ ټرانزیټي ستونزې چې دي، اوارې شي.‪"‬

د اپټا تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک شو، خو له هغه تړون را وروسته ایله ددې کال د جنورۍ په میاشت کې افغان لارۍ د ګوادر بندر ته پرېښودل شوې.

بل لورته افغان سوداګر بیا وايي، دوی د ټرانزیټ په برخه کې ددې پلوي نه کوي، چې د دواړو هیوادونو مالونه د لاریو په واسطه یو د بل په هیواد کې انتقال شي.

پاکستانی تولیداتو نندارتون

د کابل د کانټیننټل هوټل نن د پاکستاني تولیداتو د نندارتون کوربه وو، دا درېیم نندارتون دی، چې په کابل دې د پاکستان تولیداتو د نندارې لپاره جوړیږي، پدغه نندارتون کې له پنځوسو زیاتو پاکستاني کمپنیو برخه اخېستې او خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

په پاکستان کې د جوړو تولیداتو دا نندارتون چې د راولپنډۍ او افغان خونو د مرکزونو له خوا ترتیب شوی، نن په کابل کې د درېیو ورځو لپاره د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر او افغان چارواکو پرانست.

په کابل کې د پاکستاني تولیداتو له درې ورځني نندارتون پاکستاني پانګوال خوښ ښکاري دوی وايي، چې داسې نندارتونونه د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي ترینګلتیا ختموي او پانګوالو ته د ګډ کار زمینه برابروي.

پاکستانی سوداګر ارباب بلال احمد وايي داسې نندارتونونه مهم دي، ځکه د کاروبار په لحاظ ګټه رسوي او د ملکونو ترخې اړیکې سموي.

د همدې میاشتې په وروستیو کې به په مزار شریف کې هم د پاکستان تولیداتو نندارتون جوړ شي، دا ډول په پلان کې ده، چې په پاکستان کې هم د افغان تولیداتو نندارتونونه هم دایر شي.

افغان سوداګر وايي، تر بل هر هیواد له پاکستان سره زیاته سوداګریزه راکړه او ورکړه لري، او که دغه هیواد سره سوداګریزې ستونزې اوارې شي، نو اقتصادي اړېکې به لاپسې غښتلې شي.

XS
SM
MD
LG