د ریمونډ ډیویس محکمه د مارچ تر دریمې وځنډېده

د ریمونډ ډیویس محکمه د مارچ تر دریمې وځنډېده

ېوې پاکستانۍ محکمې نن په لاهور کې د امرېکا دقونسلگرۍ د ېوه مامور پر خلاف د قتل په تور استماعېه غونډه دمارچ د٣ نېټی پوري ځنډولې ده.

دامرېکا حکومت واېې چې رېمونډ ډېوس دخپل ځان د دفاع په خاطر دوه کسان ووېشتل او نوموړی دېپلوماتېکي مصونېت لری. نوموړی واېې چې دغو خلکو غوښتل چی غلا ورنه وکړي. خو دپاکستان پولېسو دغه استدلال رد کړیْ دیْ او واېې چې نوموړي قتل کړی دی.

په همدغه ورځ دامرېکا دقونسلگرئ ېوه بل موټر چې ځان ېې دپېښی ځای ته رسوه، ېو تن بل پاکستانی سړی یې ووهه او مړ ېې کړ.ددغې پېښی نه وروسته په پاکستان کی دامرېکا پرخلاف دخلکو احساسات راوپارېدل. امرېکاېې ورځپاڼو د ېو شمېر امرېکاېې مامورانو له قوله، چې نومونه ېې نه دي اخېستل شوي، راپور ورکړی چی رېمونډ ډېوس په پاکستان کې دCIA لپاره دېوه امنېتی قراردادي په توگه وظېفه اجرا کوله.

دپاکستان داستخباراتو مامورانو پرون ووېل شاېد چې ددغه سړي په شان به په سلگونو نور دCIA جاسوسان په پاکستان کې موجود وي چې څوک پرې خبر نه دي.