د لاس رسي وړ اتصالات

زموږ په اړه:

زموږ په اړه:

امریکا غږ ګڼ رسنینز ستر نړیوال خبري سازمان دی چې په څه دپاسه ۴٥ ژبو هغو مخاطبینو ته پروگرامونه وړاندې کوي چې ازادو رسنیو یا هیڅ لاسرسی نلري او یا یې لاسرسی محدود دی. د امریکا غږ چې په ١٩۴٢ کال کې تاسیس شوه، خپلو مخاطبینو ته هر اړخیز، خپلواک پوښښ او د حقایقو وړاندې کولو ته ژمنه ده. د امریکا غږ په بشپړه توگه د امریکایي مالیه ورکوونکو له لارې او د امریکا د نړیوالو رسنیو په چوکاټ کې تمویلیږي.

د امریکا غږ کاري خپلواکي او ماموریت د هغو قوانینو له لارې تضمین شوی چې د دولتي مقاماتو او یا سیاستوالو د نفوذ، فشار او یا غچ اخیستونکو اقداماتو په وړاندې ددې رسنۍ د خبریالانو ساتنه کوي.

د امریکا د وخت جمهور رئیس جنرال رډولوف فورډ، په ١٩٧٦ کال کې د امریکا غږ منشور لاس لیک کړ. پدې منشور کې راغلي دي:

د امریکا غږ به تل د یوې باوري او د ډاډ وړ خبري منبع په توگه فعالیت کوي. د امریکا غږ خبرونه به دقیق، ریښتیني او هر اړخیز وي.

د امریکا غږ به نه یوازې د امریکا د یوې برخې بلکې د ټولې امریکا استازیتوب وکړي او پدې خاطر امریکایي نظریات او لارې چارې به په انډوله او هر اړخیزه توگه وړاندې کړي.

د امریکا غږ د امریکا د متحده ایالاتو پالیسۍ په څرگنده او گټوره توگه وړاندې کوي او همداشان په مسؤلانه توگه ددغو پالیسو په اړه بحثونه او او نطریات خپروي.

د امریکا کانگرس په ١٩٩۴ کال کې د امریکا د نړیوالو خپرونو لایحه تصویب کړه. دغه قانون د امریکا غږ خبریالان اړ کوي چې په خپل کار کې د ډاډ وړ، دقیق، ناپیلي، هر اړخیز، انډول اوسي او په امریکا کې موجوده فرهنگي او ټولنیزه تنوع وړاندې کړي.

کانگرس، همداشان په په ٢٠١٦ کال کې د ملي اختیاراتو قانون یو ځل بیا تائید کړ او پدې ټینگار کوي چې د خبریالۍ او رپوټ کولو کار باید په خپلواکه او ناپیلې توگه پرمخ دوام وکړي.

د امریکا غږ خبریالان هره ورځ هڅه کوي چې د نړۍ د ازادو رسنیو د کار یوه بیلگه اوسي.

د امریکا غږ

د رسنیو آزادي مهمه ده

XS
SM
MD
LG