د لاس رسي وړ اتصالات

٥٠٨ ماده

لاسرسی

د متحده ایالاتو د رسنیو نړۍ واله اداره دې ته ژمنه ده چې معلولینو ته که هغوی عام وگړي وي او که د دولت کارکوونکي، ویبپاڼو ته د لاسرسی زمینه برابره کړي.

په دغې ژمنی د لاسته راوړلو لپاره باید مونږ د حقوقو د بیرته اعاده کولو د مقررې د ٥٠٨ مادې غوښتنې عملي کړو. ٥٠٨ ماده ایجابوي هغه کسان چې معلول او د ټولنې غړي دي او له مونږ نه د معلوماتو د حاصلولو او خدمت تمه لري، معلوماتو او اطلاعاتو ته هماغسې لاسرسی ولري لکه غیر معلول کسان یې چې لري، مگر دا چې د یو غیر منتظره حالت سره مخامخ شوي واوسو.

٥٠٨ ماده همداشان له مونږ غواړي چې فدرالي معلول مامورین د هغو فدرالي مامورینو په څیر معلوماتو ته لاسرسی ولري چې معلول ندي، مگر دا چې د یو غیر منتظره حالت سره مخامخ شوي اوسو.

که چیرې زمونږ د وپبپاڼو طرحه، چوکاټ او محتویات معلوماتو ته ستاسو په لاسرسي کې خنډ ایجادوي او دغه نه لاسرسی د هغه معلولیت له کبله وي چې د حقوقو د بیرته اعاده کولو په مقررې کې تعریف شوي، اثر کوي، د مهربانۍ له مخې له مونږ سره رابطه ټینگه کړئ چې له تاسې سره مرسته وکړو.

نو، ددې لپاره چې په ډیره ښه او موثره توگه ستاسې غوښتنې ته ځواب ووایو، لطفا د خپل لاسري د ستونزې بڼه، هغه طرحه چې تاسې یې مطالبو ته د لاسرسي لپاره غوره گڼئ او د هغو موادو لینک یا ادرس (URL) چې ورسره ستونزه لرئ او همداشان د خپل تماس معلومات له مونږ سره شریک کړئ.

د ٥٠٨ مادې د شکایتونو د ارزونې طرزالعمل

د حقوقو د بیرته اعادې قانون د ٥٠٨ مادې (Rehabilitation Act of 1973, 29 U.S.C. 794d,) اصلاحات چې په ٢٠٠١ کال کې عملي شو، هره یوه فدرالي اداره باید ډاډمنه شي، هغه الکترونیکي او معلوماتي تکنالوژي چې دوی یې پراخوي، برابروي او یا استعمالوي د فدرال دولت ټولو معلولو مامورینو، د کار داوطلبانو او د ټولنې عامو غړیو ته د لاسرسي وړ وي چې د فدرال ادارې د معلوماتو او خدماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي. ٥٠٨ ماده افرادو ته اجازه ورکوي چې د ادارې پر ضد تکنالوژۍ ته د نه لاسرسي د تور په وجه رسمي شکایت او مدني اقدامات وکړي. قانون له فدرالي ادارو غواړي چې د ٥٠٨ مادې اړوند شکایتونه د ٥٠۴ مقررې د شکایتونو په څیر وارزوي.

که تاسې یو عام سړی او یا د متحده ایالاتو د نړیوالې رسنۍ د ادارې کارکوونکی او یا په کې د دندې غوښتونکی یاست او غواړئ چې د معلولیت په وجه د ١٩٧٣ کال د حقوقو د بیرته اعاده کولو د قانون د ٥٠٨ مادې له مخې خپل شکایت درج کړئ، ښایي تاسې د هغې پیښې په اړه چې د شکایت سبب شوې، لیکل شوی او لاس لیک شوی شکایت د ١٨٠ ورځو په ترڅ کې لاندې ادرس ته واستوئ:

United States United States Agency for Global Media (USAGM)
Voice of America (VOA)
Chief Information Officer (OCIO)
ATTN: VOA Section 508 Complaints Program Manager
330 Independence Ave SW
Washington, D.C. 20223

ستاسې شکایت باید د ٥٠٨ مادې مطابق تکنالوژۍ ته د نه لاسرسي د ادعا په هکله پوره جزییات ولري چې د مساوي فرصتونو دفتر وپوهیږي چې څه، چیرته او څه وخت دا کار شوی او که پوهیږئ ووایاست چې د متحده ایالاتو د نړیوالې رسنۍ د ادارې کومه برخه د هغې مسؤله ده.

د متحده ایالاتو د نړیوالې رسنۍ د ادارې د مدني حقوقو دفتر د پروگرامونو اړوند شکایتونه د ١٩٧٣ کال د حقوقو د بیرته اعاده کولو مقررې د ٥٠٨ مادې په اساس پلټي او څیړي. معلول کسان ښایي اداري شکایت د متحده ایالاتو د نړیوالې رسنۍ د ادارې د مدني حقوقو دفتر کې درج کړي او وغواړي چې د متحده ایالاتو د نړیوالې رسنۍ ادارې د ویبپاڼې په څیر معلوماتي او اطلاعاتي تکنالوژي او یا هغه اسناد چې د لاسرسي وړ ندي او د ٥٠٨ مادې د معیارونو سره مطابقت نلري و ارزول شي او د ٥٠٨ مادې له مقرراتو سره مطابق کړای شي.

د متحده ایالاتو رسنیو نړۍ واله اداره ستاسې شکایتونه ارزوي او د حل لپاره یې هڅه کوي. که حل لاره ونه موندل شي زمونږ د موندنو په اړه به یو مکتوب صادر شي چې تاسې زمونږ د پلټنو له نتیجو نه خبر شئ. که زمونږ له موندنو سره موافق نه یاست د بیا ارزونې اداري طرزالعملونه (استناف) ته مراجعه کولای شئ. که تاسې زمونږ د موندنو د بیا ارزونې (استناف) غوښتونکي شئ، د متحده ایالاتو د نړیوالې رسنۍ اداره به د ټولې قضیې په اساس وروستی تصمیم صادر کړي. دغه تصمیم به زمونږ د موندنو، لازمو اقداماتو (د شتون په صورت کې) او ددې تصمیم د نیولو دلیلونه بیان کړي.

د شکایتونو د درج کولو بدیلې لارې چارې: د متحده ایالاتو رسنیو نړۍ واله اداره د شکایت کوونکو سره چې د شکایتونو د درج کولو لپاره مرستې ته اړتیا لري لازمه مرسته کوي او ددغو شکایتونو درج کول به د بدیلې لارې وکړي. د مثال په توگه یو معلول شکایت کوونکی ښایي یو شکایت په الکترونیکي بڼه، په غږیزه توگه، په برایلي (د ړندو کسانو د لیک دود) په ډول او یا په یو بل شکل درج کړي. الکترونیکي شکایتونه باید د section508@voanews.com الکترونیکي ادرس ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG