د فاریاب د امنیت پر آمر ځانمرګی برید شوی

د فاریاب د امنیت پر آمر ځانمرګی برید شوی

د افغانستان په شمال کې یوه ځانمرګه برید کونکي د فاریاب د ولایت د استخباراتو پر ریْس سید احمد سادات باندې برید کړی چې په لړ کې یې خپله سادات ټپي شوی دی او یو ماشوم وژل شوی دی.

پولیس وايي چې ځانمرګه برید کونکي د فاریاب ولایت د میمنې په ښار کې خپل چاودیدونکي توکي هغه مهال وچول چې د ښاغلي سادات دموټرو قطار ته ورنږدې شو. په پېښه کې یو ماشوم وژل شوی دی او لږ تر لږه ۴ کسه نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یادشوی چارواکی د خپل دفتر پر خوا روان و.

په یوې جلا پېښه کې افغان چارواکي وايي چې طالبانو د فراه په ولایت کې د یوه کمین په ترڅ کې پنځه افغان سرتیري وژلي دي او درې تنه یې ټپیان کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې نړیوال ځواکونه د افغانستان د ځینو برخو د امنیت د مسولیت چارې و خپلو افغانانو ته سپاري. ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به د افغانستان څخه ټولې محاربوي نړیوالې قواووې ووځي.