د ناټو د عمومي قوماندان په حیث د جنرال جان آلن نومونه ځنډول شویده

U.S. General John Allen, commander of the North Atlantic Treaty Organization (NATO) forces in Afghanistan, speaks in Kabul, July 4, 2012.

د امریکا جمهور ریس بارک اوباما د ناټو د عمومي قوماندان په حیث د جنرال جان آلن نومونه ځنډولې ده. په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو د دغه قوماندان څخه تحقیقات کیږي. دغه تحقیقات د هغه تورونو په اړه کیږي چې ویل کیږي دغه جنرال د یوې ښځې سره ((ناسمه مکاتبه)) درلوده. د دغې ښځې په اړه ویل کیږي چجې په هغه رسوايي کې ښکیله وه چې د سي ای آي د ریس دیوید پټریس د استعفی سبب شوه.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند، تامي وییټور وايي چې د امریکا جمهور ریس دغه نومونه ځکه ځنډولې ده چې د دفاع وزیر لیون پنیټا یې غوښتنه کړې وه.
اوباما یوه میاشته مخکې جنرال جان الن په اروپا کې د ناټو د عمومي قوماندان په حیث نومولی و.
په جنرال جان آلن باندې دا تورونه لګیدلي دي چې د جییل کیليي سره یې مکاتبه درلوده. د دغې ښځې په اړه ویل کیږي چې د پټریس د فامیل ملګرې وه.
هغې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي بیرو یا شکایت کړي و چې د ایمیل په ذریعه یوه ښځه ورته ګواښونه کوي. ورسته بیا پته ولګیده چې د هغې ښځې سره چې کیلي ته یې ایمیلونه استولي وو پټریس اړیکې درلودي. د دغو تحقیقاتو په نتیجه کې پټریس د جمعې په ورځ استعفی ورکړه.
د دفاع د وزارت یو لوړ رتبه چارواکي نن د سې شنبې په ورځ وویل چې پنټګن یا د امریکا د دفاع وزارت د شلو زرو نه تر ډیرښ زرو پورې د ایمییلونو د پاڼو جاج اخلي چې د جنرال الن او جییل کیلي ترمنځ د ۲۰۱۰ کال نه تر ۲۰۱۲ کال پورې تبادله شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت یو ویاند، جورج لیټل وویل چې FBI دغه موضوع چې جنرال جان آلن هم پکښې ښکیل دی د امریکا د دفاع وزارت ته د یکشنبې په ورځ راجع کړه او د امریکا د دفاع وزیر، لیون پنیټا بیا د پنټګن عمومي پلټونکي ته امر وکړ چې په دې اړه تحقیقات پيل کړي.

جنرال جان آلن بیا هر ډول ناسمه کړنه رد کړې ده. هغه به، د تحقیقاتو په مهال، په افغانستان کې په خپلې دندې پاته شي.