په بنګله دیش کې د یوې ودانۍ د نړیدو په پيښې کې ۹۶ کسه مړه شوي دي

په بنگله دیش کي د ژغورني د چارو کارکونکي وایي چي د ډاکې په اطرافو کي یوه اته پوړیزه تجارتي ودانۍ نړیدلې، لږتر لږه ٩٦ کسه په کي مړه شوي او تقریبا زر تنه زخمي شوي دي.

چارواکو ویلي دي چي د بیړنیو چارو کارکونکي د ( رعنا پلازا ) ددوکانونوپه ودانۍ کي خاوري خځلي لټوي چي ژوندي پاته کسان پیدا کړي. په دې ودانۍ کي یو بانک، دوکانونه او د جامو جوړولو یوه فابریکه وه.

د اطفائیې یوه کارکونکي د رویترز خبري آژانس ته وویل چي کله چي دا ودانۍ ونړیده نو د هغې په پاسنیو پوړونو کي تقریبا دوه زره کسه موجود وو.

ژوندي پاته کسانو وویل چي دا ودانۍ فقط په څو دقیقو کي را ولویده.

پولیس وایي چي مفتشانو د سه شنبې په ورځ د تفتیش په وخت کي دا معلومه کړې وه چي دې ودانۍ چاکي پیدا کړي وې او د هغې خاوندانو ته یې خبر داری ورکړی و چي کارگران دي کار ته نه راغواړي، مگر داسي ښکاري چي هغوي ددې خبرداري پروا نه وه کړې.